Language

په مزارشريف ښار کې د ٥٠ مېګاواټه په وړتيا د برېښنا سب سټېشن ولګول شو

مزار شريف (پژواك ١٥ چنګاښ ٩١ ): د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د برېښنايي ستونزو د حل په موخه ۵۰ مېګاواټه سب سټېشن ولګول شو، چې پنځوس زره ښاريانو به ترې ګټه پورته کړي.

دغه سب سټېشن تېر ماښام د يو لړ مراسمو په ترڅ كې چې په کې د برېښنا وزير محمداسماعيل او د بلخ والي عطامحمد نور هم ګډون کړى و، پرانيستل شو.

د اوبو او برېښنا وزير د دې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل، چې دغه ۵۰ مېګاواټه سب سټېشن د ۵۰ زره كورنيو لپاره د برېښنا رسولو وړتيا لري.

نوموړي زياته كړه، چې څه موده وروسته به دې ته ورته سب سټېشن په سمنګانو ولايت كې هم ګټې اخيستنې ته چمتو شي، چې دغه دواړه د نړيوال بانك په مرسته د نهه عشاريه پنځه پنځوس ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت جوړ شوي دي.

اسماعيل خان وويل، چې په نږدې موده كې به له ازبـكستان او تاجكستان هېوادونو څخه زر، زر مېګا واټه برېښنا افغانستان ته را ولېږدول شي.

نوموړي په بلخ كې د برېښنا د بندونو د جوړېدو په اړه وويل، چې دغه وزارت به پلان كې لري، چې د شولګر ولسوالۍ پر چشمه شفا باندې د برېښنا بند جوړ كړي، چې د برېښنايي ستونزو ترڅنګ به د دغه ولايت زيات شمېر ځمكې هم خړوبې كړي.

د دغه ولايت ولسواليو ته د برېښنا د لېږد په اړه يې زياته كړه، چې په نږدې موده كې به مارمل ولسوالۍ ته د برېښنا مزي وغځول شي، چې له دې سره به په دغه ولايت كې ولسواليو ته د برېښنا د لېږد لړۍ پيل شي.

د بلخ والي عطا محمد نور د اوبو او برېښنا له وزير څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د تېرو لسو كلونو په ترڅ كې سربېره پر دې چې دولت له دغه وزارت سره د ياد وړ مرسته نه ده كړې؛ خو بيا هم چارې يې د ستايلو دي.

نوموړي، وزير ته د خپلو وړانديزونو په ترڅ كې وويل، چې د بلخ ولايت د برېښنا د مزو د لېږد شبكه خورا پخوانۍ ده، چې مزي يې كمزوري شوي او سم كار ترې نه اخيستل كېږي.

د هغه په وينا، له تېرو څو كلونو چې كومه موسسه د مزارشريف ښار د مزو بدلولو پر چارو بوخته ده، بايد وزارت پرې فشار راوړي، چې ستونزه ژر حل كړي.

مزارشريف ښار چې له تېرو څو كلونو راهيسې د برېښنا له کموالي سره مخ دى، اوسېدونكي يې په تمه دي، چې د ياد سب سټېشن په لګېدو به يې د برېښنا په برخه کې ستونزه حل شي.

د مزارشريف د بخدي کارتې يوه اوسېدونکي اسدالله پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم دوى برېښنا لرله، خو د زياتې پرچاوۍ له امله د دوى برېښنا له نشت سره برابره وه.

هغه زياته کړه، چې د نوې سب سټيشن له پرانيستلو سره يې لويه ستونزه هواره شوه.

Related Topics