کابل (پژواک ۱۶ چنګاښ ۹۱ ) د هیواد د پنځو زونونو کرکټ لوبډلو ترمنخ د پیل شویو اتصالاتو چیلنج کپ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د سپین غرزون لوبډلې د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پنځو زونونو ترمنځ دا سیالۍ د چنګاښ په ۱۵مه، د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پيل شوې چې ۱۳ ورځې به دوام کوي.
دکرکټ بورډد رسنیو یوه غړي فرید هوتک د چنګاښ په ۱۶مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن ددې سیالیو په لړ کې د سپین غر او بست زونونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، ددې لوبې پچه د بست زون لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله د لوبې کولو پریکړه وکړه.
د بست زون لوبډلې په ۴۳ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې او سپین غر ته یې د ۱۸۰ منډو هدف کیښود.
د بست له لوري شوکت ۴۸، محمد حفیظ ۴۱ منډې جوړې کړې، د سپین غر له لوري عبیدالله کونړي، ضمیرخان او شفیق الله شفق درې ، درې لوبغاړي وسوځول.
د سپین غر زون لوبډلې یاد شوی هدف په ډیرې اسانۍ سره په ۳۲ اورونو کې دشپږو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د سپین غر زون له لوري قسیم ۵۱، نسیم خان ۴۶ او شفیق الله شفق ۲۵ منډې جوړې کړې.
نسیم خان ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
پرون ددې سیالیو په لړ کې بند امیر زون دامو زون لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او سبا به د مس عینک او امو ترمنځ لوبه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP