Language

په زابل کې درې وسلوال ‌طالبان ووژل شول

کلات (پژواک ۱۸ چنګاښ ۹۱): د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو او پوليسو په نښته کې درې طالبان وژل شوي او پوليسو يو شمېر وسلې هم ترلاسه کړې دي.

د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند دويم څارن رفېع الله د چنګاښ په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته تېره شپه په مېزان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې تېره شپه ۱۰ بجې  د يادې ولسوالۍ د سپينو مرياڼو په سيمه کې وسلوالو طالبانو د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړ، چې وروسته پوليسو هم پر ځوابي ډزو لاس پورې کړ.

د هغه په وينا، په دې جګړه کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او يو ميل پيکا هم پوليسو په سيمه کې ترلاسه کړې ده.

رفېع الله زياتوي، چې په ياده نښته کې پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د زابل امنيتي چارواکو په دوو بېلابېلو پېښو کې د درېيو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړي و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.