کابل (پژواک ١٨ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ٦ پوليس او ٢٢ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته تېره شپه يوه بجه پيل او د سهار تر اوو بجو يې دوام درلود.
د هغه په وينا، نښته هغه مهال پيل شوه، کله چې وسلوالو په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.
احمدي وايي، چې د دې جګړې پر مهال نور پوليس هم د يادې پوستې د پوليسو مرستو ته ور ورسېدل.
د والي وياند وويل، چې په دې نښته کې د٢٢ وژل شوو وسلوالو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي.
دغه راز هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې څلور پوليس هم ووژل شول او درې نور ټپيان دي، دغه راز په ياده سيمه کې د يوې چاودنې له امله هم دوه پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په موسى کلا کې د يوه قوماندان په ګډون د پنځو پوليسو د وژلو خبر ورکړى دى.
خو هغه د خپلو وسلوالو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.