ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي نړیوالې ټولنې ته د فساد د له منځه وړلو ژمنه ورکړه

کرزي نړیوالې ټولنې ته د فساد د له منځه وړلو ژمنه ورکړه

author avatar
8 Jul 2012 - 08:38
کرزي نړیوالې ټولنې ته د فساد د له منځه وړلو ژمنه ورکړه
author avatar
8 Jul 2012 - 08:38

توکيو (پژواک ۱۸ چنګاښ ٩١) ولسمشر حامد کرزي هيله څرګنده کړه، چې له توکیو کنفرانسه به د هغو پیسو ژمنې ترلاسه کړي، چې افغان حکومت یې له دې غونډې غواړي، خو نوموړي د پیسو کچه ونه ښوده.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د افغانستان په اړه توکیو کنفرانس ته په خپله وینا کې وکړې، چې په کې له ۷۰ د زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

دغه کنفرانس نن سهار وخته پیل شوی دی.

حامد کرزي په خپله وینا کې وویل، چې له خپلې ژمنې سره سم به د ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې د ښې حکومتوالۍ او د فساد په له منځه وړو کې هڅې ډېرې کړي.

هغه په خپله وینا کې تر ډېر په دې ټینګار وکړ، چې د دواړو اړخونو (افغانستان او نړیواله ټولنه) له ګډې همغږۍ پرته په افغانستان کې فساد نه شي ورکېدای.

ولسمشر کرزي پر نړيوالو غږ وکړ، چې دوی دې خپلې مرستې رڼې ولګوي.

د سولې د خبرو په اړه حامد کرزي وویل، چې د سولې پروسه باید په خپله د افغانانو له خوا پر مخ یوړل شي؛ ځکه د ده په وینا، که بل څوک یا هېواد یې مشري وکړي، مثبتې پایلې به ونه لري.

کرزي له جاپان څخه د توکیو د نړیوال کنفرانس د جوړونې له له امله مننه وکړه چې دغه کنفرانس ته یې د نړۍ د اتیا هېوادونو او سازمانونو استازی رابللي دي.

د هغه په وینا، جاپان په داسې حال کې، چې وروستۍ زلزلې سخت زیانمن کړی خو بیا یې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

کرزي زیاته کړه: ((موږ له جاپان سره پر خپلو تاریخی اړیکو ویاړو.))

د ولسمشر په وینا، د مشارکت په تېره لسیزه کې پرمختګونه شوي، اوس میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ځی، په سلو کې له پنځوسو زیات افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لری، مدني ټولنه د ودې او برمختګ په حال کې ده او د ډيموکراسۍ د بسټیزې کولو لپاره هڅې روانې دی.

دغه راز ولسمشر زیاته کړه، چې د افغانستان اقتصاد کمزوری دى او ‌‌طبيعی زېرمې يې لا پر ځای پرتې دي، چې له همدې کبله ښایي افغانستان نړیوالو همکاریو ته کلونه کلونه اړتیا ولری.

نوموړي د افغانستان امنیتي ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې نا امني او ترهګري لا هم افغانستان او سیمه ګواښي، کوم چې له افغانستان څخه بهر مرکزونه لري.

هغه زیاته کړه، تر څو چې له افغانستانه بهر د ترهګرو ځالې له منځه يو نه وړل شي، په افغانستان کې امنیت نه شی ټینګېدای.

ولسمشر کرزی افغانانو ته د مسوولیتونو د لېږد د پروسې په بریالۍ کولو سره له نړیوالو د مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ وویل، چې د مسوولیتونو د لېږد پروسه یقیني او د پراخېدو په درشل کې ده.

دغه راز ولسمشر حامد کرزي د سولې او ملي پخلاینې پروسه ډېره مهمه وبلله او زیاته يې کړه، چې د دې پروسې رهبري د افغانانو پر غاړه ده او دوی په دې برخه کې خپلې هځې دوه برابره کړې، خو بریا یې د نړیوالو به ملاتړ پورې تړلې وبلله.

هغه د نړیوالو د مرستو د ترلاسه کولو په بدل کې ژمنه وکړه، چې په چارو کې به پوره روڼوالى راولی، له اداري فساد سره چې په وینایي، د دولت او حکومت باور یې د خلکو پر وړاندې زیانمن کړی، کلکه مبارزه به وکړي.

دغه راز نوموړي وویل، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د شفافو ترسره کېدو په موخه يې سر له اوسه هڅې روانې کړې دي.

د توکيو په کنفرانس کې به د لېږد د بهير پاتې موده (د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه) او له هغې وروسته د بدلون په لسيزه کې (له ٢٠١٥ تر ٢٠٢٥ زېږديز کال پورې) له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې سياسي او مالي ملاتړ خپل کړي.

د توکيو د کنفرانس طرحه او ستراتيژي دا ده، چې د بدلون په لسيزه کې افغانستان پر خپل ځان بسيا شي.

د دغه کنفرانس سمبالوونکي وايي، چې د افغان حکومت له خوا نړيوالې ټولنې ته د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتدارۍ ژمنې ورکول کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.