ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى: نړيواله ټولنه دې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې هم مرسته وکړي

حامدکرزى: نړيواله ټولنه دې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې هم مرسته وکړي

author avatar
9 Jul 2012 - 13:23
حامدکرزى: نړيواله ټولنه دې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې هم مرسته وکړي
author avatar
9 Jul 2012 - 13:23

توکيو(پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): ولسمشر حامدکرزي له نړيوالې ټولنې مننه وکړه،چې له افغانستان سره يې د ١٦ ميليارده ډالرو ژمنه وکړه، خو له يادې ټولنې يې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزه به برخه کې هم د مرستې غوښتنه وکړه.

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې نن (د چنګاښ ١٩مه) د جاپان په پلازمېنه توکيو کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا او په خپلو پښو د درېدو په موخه د توکيو کنفرانس د شاوخوا ٨٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون پرون ترسره شو.

ولسمشر کرزي له نړيوالې ټولنې مننه وکړه، چې په توکيو کنفرانس کې يې له افغانستان سره کلکې ژمنې وکړې او د ١٦ ميليارده ډالرو د مرستې اعلان يې وکړ.

هغه زياته کړه: ((زه غواړم چې له ټولو هغو هېوادونو، نړيوالو سازمانونو څخه د زړه له کومې مننه وکړم، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره يې د مرستې او ملاتړ ژمنې وکړې.))

حامد کرزي وويل، چې له درې لسيزې جګړو وروسته افغانستان د خپلو ملکي خدمتونو، ملکي او اقتصادي زېربناوو د بيارغونې په حال کې دى.

خو ولسمشر زياته کړه، چې په يادو برخو کې تر هغه بريا نه ترلاسه کېږي، څو چې د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه ونه شي او په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې له مرستې پرته هېڅ نه کېږي.

هغه له نړيوالې ټولنې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم د مرستې غوښتنه وکړه.

د هغه په وينا، افغان چارواکي او نړيوال مرستندويان دې دا يقيني کړي چې مرسته شوې پيسې په شفافه توګه ولګول شي.

د افغانستان په اړه د توکيو پر پروني کنفرانس کې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ١٦ ميليارده ډالرو مرستې اعلان وکړ، دا مرستې به تر ٢٠١٥ کاله پورې وي، خو امريکا ويلي چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره اوږودمهاله مرستو ته ژمنه ده.

د توکيو کنفرانس ګډونوالو له افغان حکومته غوښتي، چې په خپلو کارونو کې اصلاحات راولي، د ښځو حقوق خوندي او د اداري فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر کرزى نن د ورځې په اوږدو کې د جاپان له لومړي وزير يوشيهيکو نوډال سره هم وګوري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.