ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي ته افتخاري دوکتورا ورکړل شوه

ولسمشر کرزي ته افتخاري دوکتورا ورکړل شوه

author avatar
9 Jul 2012 - 14:46
ولسمشر کرزي ته افتخاري دوکتورا ورکړل شوه
author avatar
9 Jul 2012 - 14:46

توکيو (پژواک ۱۹ چنګاښ ٩١): ولسمشر حامد کرزي د جاپان د نيپون د ساينس او سپورتي علومو د پوهنتون (NSSU) له خوا افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه.

په دغو مراسمو کې چې نن (د چنګاښ ١٩مه) د توکيو په ياد پوهنتون کې جوړ شوي وو، د افغانستان او جاپان د ملي سرودونو په غږېدو د پوهنتون د مشرتابه غړو له ويناوو وروسته د چاپان پخواني صدر اعظم تارو اسو (Taro Aso) وينا وکړه.

هغه وويل، چې د افغانستان سوله او ثبات د جاپان لپاره ډېر ارزښت لري او افغانستان چې د حامد کرزي تر رهبرۍ لاندې کومه وده او پرمختګ کړى او د سولې د راوستو لپاره يې کومې هلې ځلې کړې، پوهنتون ورته دغه افتخاري دکتورا منظوره کړې ده.

تارو اسو زياته کړه: ((موږ ځکه کرزي ته زيات درناوى لرو؛ چې نوموړي له ۲۰۰۱ کال راهيسې د افغانستان د بيارغونې لپاره ډېر کارونه ترسره کړي دي.))

نوموړي هيله وښوده، چې کرزى به نه يواځې افغانستان ته سوله راولي، بلکې په ټوله نړۍ کې به د سولې د راوستو لپاره کار وکړي.

په خپله ولسمشر کرزي هم په دغو مراسمو کې د افغانستان او سپورټ تر عنوان لاندې وينا وکړه او په تېرو لسو کلونو کې يې د سپورټ په اړه رڼا واچوله.

ده وويل، دا ورته د افتخار ځای دی چې د جاپان د داسې يو پوهنتون له خوا دوکتورا ورکول کېږي چې ۱۲۰ کاله مخينه لري.

حامد کرزي د جاپان او افغانستان اوږدو تاريخي اړيکو ته په اشارې سره وويل، چې د افغانستان د بوديست ‌‌‌‌ډېر اثار د جاپان په موزيمونو کې موندل کېږي.

هغه زياته کړه، جاپان ډېر څه لري چې افغانان يې بايد ترې زده کړي.

ولسمشر وويل، اوس مهال تر ۴۰ زيات افغاني محصلين چې څلورو يې له ده سره وليدل، بايد له جاپان څخه د تخنيکي مهارتونو ترڅنګ جاپانۍ ژبه او کلتور هم زده کړي.

نوموړي زياته کړه: ((دې دکتورا ماته ډېر مهارتونه را زده کړل، چې زه به يې د افغانستان په بيا جوړونه کې ترې کار اخلم.))

ولسمشر کرزي وويل، که افغانان د جاپانيانو په څېر، د ډېر کار په بدل کې کمه ډوډۍ وخوري او پر لږو امکاناتو ګوزاره وکړي، ډېر ژر به خپل هېواد ودان کړي.

له مراسمو مخکې حامد کرزي د انتظار خونې ته ولاړ او هلته يې ځانګړې جامې، چې توره چپن او خولۍ وه، واغوسته او بيا په ځانګړي ځاى کې ورته افتخاري دوکتورا ورکړل شوه.

په دغو مراسمو کې د دواړو حکومتونو د کابينې ځيني غړي او د ۱۵ هېوادونو سفيرانو هم ګډون کړى و.

تر ويناوو وروسته د پوهنتون د مرستيال شيجياکي ابي (Shigeaki Abi) له خوا ولسمشر کرزي ته افتخاري دوکتورا ورکړل شوه.

د مراسمو په پای کې ولسمشر کرزي د پوهنتون په انګړ کې يو نيالګی هم کښېناوه.

دغه راز ولسمشر به نن ناوخته د عظمي صدارت ماڼۍ ته ولاړ شي او هلته به د جاپان له صدراعظم سره تر ليدو وروسته د شپې په مېلمستيا کې ګډون وکړي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.