لښکرګاه (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د يوې پېښې پر مهال د بهرنيو ځواکونو د دوو ژباړونکو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د مارجې ولسوال عبدالمطلب د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، يو سراچه موټر چې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې د موټرو په لور په حرکت کې و، هغوى ورته د درېدو اشاره ورکړه، خو هغه ونه درېد.
نوموړى وايي، چې ايساف ځواکونو پر دغه موټر ډزې وکړې، چلوونکى يې وواژه، خو موټر په خپل سر روان و او د بهرنيو ځواکونو له کاروان سره وجنګېد.
ولسوال وايي، چې دغه مهال ايساف ځواکونو نورې ډزې هم وکړې، چې له امله يې د ايساف دوه ژباړونکي او د ياد موټر چلوونکى ووژل شول.
د مارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان هم پېښه تاييدوي او زياتوي، چې ايساف ځواکونو په دې فکر پر موټر ډزې کړې چې ګواکې ځانمرګى په کې ناست دى.
د عبدالرزاق په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې پر ياد موټر له ډزو وروسته په سيمه کې ګډوډي رامنځته شوه او هر لورې ته ډزې کېدې.
نوموړي هم د ايساف د دوو ژباړونکو وژنه تاييد کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP