Language

په پکتيکا کې د ٣٦ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوې پروژې چارې پيل شوې

ښرنه (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د کرنيزو ځمکو او کليو لپاره د اوبو برابرولو د يوې پروژې چارې پيل شوې.

د پکتيکا والي محب الله صميم نن (د چنګاښ ١٩مه) د يادې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې پر دې پروژه ٣٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې شاوخوا ٦ سوه اوزګارو ځوانانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.

د هغه په وينا، په ياده پروژه کې به ۲۴ کرنيز واړه سربندونه، ١٣ کوچني پلچکونه او پنځه کيلومتره د اوبه خور ويالې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي او نږدې څلور زره کورنۍ به يې له ګټې برخمنې شي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به ځوانانو ته په نورو ولسواليو کې هم د دغه ډول کارونو زمينه برابره کړي، چې له يوې خوا به اقتصادي پراختيا رامنځ ته کړي او بل لوري ته به په سيمه کې کرنه وده وکړي.

قومي مشر نادر خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې په دې سره به د سيمې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او نورو هېوادونو ته له تګ څخه به خلاص شي.

د مرکزي اسيا د پراختيايي ادارې ولايتي مسوول اخترمحمد تڼيوال وويل، چې د سيمه ييزې ادارې په مرسته ياده پروژه تر ټولو لويه پروژه ده، چې مالي لګښت يې د امريکا د متحدو ايالتونو د پرمختيايي ادارې له خوا ورکړل شوی دى.

د هغه په وينا، د دې پروژې چارې به په څلورو مياشتو کې بشپړې شي.