کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩١): د نړيوال جام سياليو لپاره د افغانستان د کرکټ د ١٩کلنو ځوانانو لوبـډله اعلان شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٩کلنو نړيوال جام د راتلونکې زمري مياشت په ٢١مه په اسټراليا کې ترسره کېږي.
هغه زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د ګډون په موخه نن د افغانستان د ١٩کلنو ځوانانو پنځلس کسيزه لوبډله اعلان شوه، چې په لاندې ډول ده:
جاوېد احمدي (کپتان)، شبير نوري (مرستيال کپتان)، ناصر جمال احمدزى، افسر ځاځى، نجيب ځدراڼ، سيداحمد شېرزاد، محب الله پاک، افتاب عالم، نورالحق ملکزى، يمين احمدزى، فريد ملک، يونس خان، حشمت الله شاهدي، عبدالرحيم منګل او رشيدخان ناصري.
شېراغا همکار به د لوبډلې منېجر، حاجي ولي امين ملي روزونکى، جيوف لاوسن نړيوال روزونکى او سلاکار به وي.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې د ١٩کلنو لوبډلو د نړيوال جام په سياليو کې ١٦ لوبډلې برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
د وفا په وينا، په دغو سياليو کې د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لرونکې لس لوبډلې او شپږ يې د دويمې او درېيمې درجې غړيتوب لرونکې لوبډلې دي.
نوموړي وويل، چې افغانستان په (ب) ګروپ کې له پاکستان، نيوزيلينډ او سکاټلينډ سره دى، په الف ګروپ ګروپ کې اسټراليا، انګلستان، نيپال، ايرلينډ، په (سي) ګروپ کې ويسټ انډيز، زمبابوى، هندوستان او پي اېن جي، په (د) ګروپ کې سريلانکا، سوېلي افريقا، بنګله دېش او د نميبيا هېوادونه شامل دي.
نصرت الله وفا وايي، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د زمري په ٢١مه له پاکستان سره ترسره کړي، دويمه لوبه د زمري په ٢٤مه له نيوزيلينډ سره، درېيمه لوبه د زمري په ٢٥مه له سکاټلينډ سره ترسره شي.
د هغه په وينا، داګست په اومه به د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډله له ايرلينډ او د اګست په اتمه به له هندوستان سره تمريني لوبې ترسره کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر حامد شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د غوراوي کمېسيون په ډېر غور او دقت سره د ١٩کلنو ځوانانو لوبډله غوره کړې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه لوبډله او لوبغاړي يې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې په تمريناتو او روزنو بوخت دي او څو ورځې مخکې يې په اسيايي سياليو کې د بنګله دېش په څېر پياوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره يې مورا لوړ شوى دى.
ډاکټر حامد شينواري وويل، چې دوى د ١٩کلنو لوبډله د نړيوال جام له سياليو څخه درې اونۍ مخکې اسټراليا ته لېږي، څو هلته تمرينات ترسره او د دغه هېواد له هوا او ميدانونو سره بلد شي.
د ١٩کلنو په ملي لوبډله کې نوى شامل کړل شوى لوبغاړى فريد ملک وايي، چې د ژوند تر ټولو مهمه او د خوښۍ شېبه يې همدا ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پړاو ته د رسېدلو په موخه يې له څو کلونو راهيسې سختې خوارۍ او هلې ځلې کړې دي.
نوموړي زياته کړه: ((زه به تر وروستي بريده هڅه کوم، چې د خپلې لوبـډلې او هېواد لپاره ښه لوبه وکړم او خپل هېواد ته وياړونه راوړم.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP