کابل (پژواک٢٠چنګاښ ٩١):افغان سوداګرو د ښارواليو لخوا له سوداګريزو توکو څخه د اخيستل کېدونکي ټکس په اړه د وزيرانو شورا له پرېکړې د هرکلي ترڅنګ، ددې پرېکړې د ژرعملي کېدو غوښتنه وکړه .
د افغانستان د ملي متشبثينو عالي مشورتي بورډ د مديره پلاوي مشر حاجي رحم الدين حاجي اغا نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې تېره ورځ د وزيرانو شورا پرېکړه کړې، چې نور به ښاروالۍ د سوداګرو له وارداتي توکيو ټکس نه اخلي.
د سرچينې په وينا، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، به نور سوداګر په هر ښار کې ښاروالۍ ته د ټکس ورکولو پر ځاى د خپلو وارداتي توکيو صفر اعشاريه ٢٥ سلنه محصول په ګمرکونو کې تحويلوي.
حاجي اغا پر دې پرېکړې خوښي وښوده او ويې ويل، چې د دې پرېکړې په پلي کېدو سره به د توکيو بيې راولوېږي .
هغه وويل ، چې د وزيرانو شورا د ١٣٨٩ کال د پرېکړې له مخې، سوداګر اړ وو، چې د هېواد په هر ښار کې ښارواليو ته د ټکس په نوم له هر کانټينر توکيو څخه له ١٢٠٠٠ تر ١٨٠٠٠ افغانيو ورکړي.
خو دى وايي، چې د وزيرانو شورا د نوې پرېکړې په عملي کېدو سره به ياده کچه ٧٠٠٠ افغانيو ته راټيټه شي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د هېواد په ټولو ښارونو کې د هرې ښاروالۍ لخوا د دې ډول ټکس اخيستل د بيو د لوړيدو ، اداري فساد او په سمه توګه د دولت د عوايدو د نه راټولېدو لامل کېده .
هغه له حکومت څخه د سوداګرۍ په برخه کې د نورو اسانتياوو غوښته هم وکړه او د وزيرانيو شورا د يادې پرېکړې په اړه يې زياته کړه : (( اوس موږ له ټولو اړوند حکومتي ادارو غواړو چې دغه پرېکړه ژر عملي کړي .))
د افغانستان د درملو د ملي ټولنې مشر محمد حسن پرواني هم په نننۍ خبري ناسته کې د وزيرانو شورا پر يادې پرېکړې خوښي وښوده .
ده هم وويل، چې د دې پرېکړې په عملي کېدو سره به د حکومت د عوايدو کچه لوړه او په دې برخه کې به د اداري فساد مخه ونيول شي.
هغه د بېلګې په توګه وويل ، چې تراوسه ښاروالۍ په ټوليز ډول د ټکس په نوم له يو ټن سېرومو څخه زر افغانۍ اخلي او د يادې پرېکړې په عملي کېدو سره به د هر بوتل سيروم په بيه کې ٤ تر پنځه افغانۍ کموالې راشي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سوداګريز مرستيال مزمل شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ښارواليو پر ځاى په ګمرکونو کې د ټکس اخيستو طرحه دې وزارت څلور مياشتې مخکې وزيرانو شورا ته وړاندې کړې وه .
دى هم وايي ، چې په تېرو کلونو کې د توکيو د بيو د لوړېدو يو ستر لامل د ښارواليو لخوا د ياد شوي ټکس اخيستل و.
شينواري هيله وښوده ، چې دا پرېکړه په راتلونکيو درېيو ورځو کې عملي شي .
هغه زياته کړه : (( موږ له سوداګرو غواړو، چې د خپلې ګټې ترڅنګ ،ډېره پاملرنه مستهلکينو ته وکړي او دا چې د روژې مبارکې مياشتې ته لږ وخت پاتې دى ، هيله لرو، چې دغه پرېکړه د بيو په برخه کې هېوادوالو ته يو ښه زېرى وي .))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن