مزارشريف (پژواك ٢١ چنګاښ ۹۱): په بلخ ولايت كې د سولې د پروسې له لارې ۱۸ وسلوال طالبان له دولت سره ملګري شول.
د بلخ د سولې د عالي شورا مشر حاجي اخترمحمد ابراهېم خېل د چنګاښ په ۲۱مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د وسلوالو طالبانو د سيمه ييز قوماندان ملا نقيب الله په مشرۍ ۱۸ كسيزه وسلواله ډله د دغه ولايت په چهاربولك ولسوالۍ كې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.
نوموړي زياته كړه، چې يادو كسانو له ځان سره اتلس ميله سپكې او درنۍ وسلې هم دولت ته تسليم كړې.
د هغه په وينا، چې دولت له يو ځاى شوو كسانو د هغوى د ستونزو د حل په موخه ترڅو مياشتو پورې مالي مرسته هم کوي.
د سولې د شورا مشر وويل، چې كه دغه كسان وغواړي؛ نو په سيمه كې د سيمه ييزو پوليسو په ليكو كې هم ځاى پر ځاى كېدى شي.
د يوځاى شوو له ډلې يوه تن، ملا هاشم پژواك خبري اژانس ته وويل: ((په خپله خوښه مې وسله كېښوده، د هېچا راباندې زور نه و، زه اوس خوشال يم، چې د دولت مخالف وسلوال نه يم.))
نوموړي زياته كړه، هڅه كوي، چې آرام ژوند ولري او خپلې ټولنې ته خدمت وكړي، چې په همدې برخه كې يې له دولت څخه د مرستې غوښتنه هم كوله.
د بلخ د سولې د عالي شورا مشر ابراهيم خېل وويل، چې په دغه ولايت كې د سولې له پيله تر دې دمه نږدې ۲۰۰ مخالف وسلوال له دولت سره يو ځاى شوي دي.