اسعد اباد (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩١): د اوبو او انرژۍ وزير وايي، چې د کونړ د پېج په سيند به په دوه اونيو کې د مناګي برېښناکوټ د جوړيدو چارې پيل شي.
د اوبو او برېښنا وزير اسمعيل خان نن (د چنګاښ ٢٢ مه) کونړ ولايت ته د خپل وزارت له يو پلاوي سره يو ځاى سفر درلود.
نوموړي د خبري ناستې پر مهال وويل، چې د مناګي برېښناکوټ د درې ميليونه ډالرو په لګښت جوړېږي، چې دوه اعشاريه پنځه ميګاواټه برېښنا به توليدوي او په دې سره به تر ډېره د خلکو ستونزې هوارې شي.
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزير نن د کونړ د نرنګ ولسوالۍ د١٢ کيلومتره اوږدکانال د سربند جوړيدو چارې د ٨٢ميليونه افغانيو په لګښت پيل کړې.
نوموړي زياته کړه، چې د مناګي برېښناکوټ، چې سروې او لومړني کارونه يې سرته رسېدلي دي، په دوه اونيو کې به يې د جوړېدو چارې په عملي توګه پيل شي.
د خاص کونړ يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ د دواړو سيندونو اوبه پرته له ګټې اخيستنې هرکال په داسې مهال ګاونډي هېواد ته توييږي، چې خلکو ته درانه زيانونه اړوي.
د هغه په وينا، تېر کال يې هم د دوى خپله دوه نيم جريبه ځمکه په خاص کونړ ولسوالۍ کې سېلابونو له منځه وړې وه.
د سيمې يو قومي مشر ډګروال شاه محمود هم وايي، چې کونړ د سيند اوبو لرلو سره سره هم په توره تياره کې دى.
د هغه په وينا: ((په دې پرمختللې نړۍ کې لاهم د کونړ ولسونه د لالټين تورې تيارې ته ناست دي او له هر راز پرمختګ څخه بې برخې دي.))
د کونړ د ولايتي شورا رييس پژواک اژانس ته وويل، چې نور د کونړيانو زغم ختم شوى او بايد د اوبو او انرژۍ وزير ژر تر ژره د مناګي برېښناکوټ په جوړولو لاس پورې کړي.
نوموړي نيوکه وکړه، چې دولت د نوروګاونډيو هېوادونو څخه بريښنا واردوي، خو د کونړ لوى سيند بيا بې له ګټې پاکستان ته بهيږي . د اوبو او انرژۍ وزير د کونړ له خلکو سره د مناګي برېښناکوټ د جوړيدو ژمنه په داسې حال کې کوي، چې دوه کاله مخکې د ماليې وزير ډاکټر عمرزاخېلوال د يوشمېر نورو لوپوړو چارواکو سره يوځاى د دې بند د ډېر ژر جوړېدو ژمنه ورکړې وه.