کابل(پژواک٢٤چنګاښ٩١):د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان سره د نشه یی توکیو د مبارزې ، د قانون د پلي کېدو او عدالت د تامين په برخو کې ١٥١ میليون ډالره مرسته کوي.
د امريکا ددغې مرستې سند نن په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال جاويد لودين او په کابل کې د امريکا د مرستيال سفير جيمز کننګهام ترمنځ لاسليک شو.
لودين وويل، په افغانستان کې د قانون د حاکميت، له نشه يي توکيو سره د مبارزې او د عدالت د تامين په برخه کې د امريکا د همکاريو هوکړه د روان کال په مارچ مياشت کې شوې وه .
خو ده زياته کړه، چې نن ددغو پروژو د مالي برخې د تامين لپاره د ١٥١ میليون ډالره مرستې هوکړه وشوه او دغه مرسته به امريکا په روان زيږديز کال کې د افغانستان له حکومت سره کوي.
لودين له يادو مرستو د مننې ترڅنګ وويل چې امريکا په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان لوى ملاتړى پاتې شوى دى.
په کابل کې د امريکا د سفير مرستيال جيمز کننګهام وويل ،چې نننۍ هوکړه له افغانانو سره د امريکا ترمنځ د اوږدې مودې ملګرتيا ښيي او دا به له دواړه هېوادونه سره ګډې موخې ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي.
کننګهام زياته کړه، امريکا به له نشه يي توکيو سره د مبارزې لپاره، د هغو پروګرامونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي ، چې د نشه يي توکيو عرضه او تقاضا را کمه کړي.
ده د نشه يي توکيو د زيانونو په اړه عامه پوهاوى او د کوکنارو له کښت څخه د کروندګرو منصرف کول له هغو پروګرامونو ياد کړل ، چې کولى شي د نشه يي توکيو کښت او قاچاق راکم کړي.
د راپورونو له مخې ، د نړۍ له ٩٠ سلنې ډېر نشه يي توکي په افغانستان کې توليدېږي.
په کابل کې د امريکا د سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې امريکا په افغانستان کې، له هغو ٢٩ هغو مرکزونو، چې روږدي کسان پکې د درملنې لپاره ساتل کېږي، خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکوي او پلان لري ، چې روان کال روږدو کسانو ته د اوسېدو څلور او د درملنې لس نور مرکزونه هم جوړ کړي.