Language

د ايبک په پېښه کې ټپي شوى د لوېديځ زون د پوليسو قوماندان ومړ

ايبک (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١): د پوليسو د لوېديځ زون قوماندان سيداحمد سامع، چې د سمنګان په ننني ځانمرګي بريد کې ټپي شوى و، ساه ورکړې ده.

يوه ځانمرګي بريد کوونکي نن سهار اوه نيمې بجې د سمنګان په مرکز ايبک ښار کې د يوه هوټل مخې ته چاودنه ترسره کړه، چې په کې د ولسي جرګې د وکيل احمدخان سمنګاني د لور د واده مراسم روان وو.

ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د سيداحمد سمنګاني، د ملي امنيت د رييس او يو شمېر نورو چارواکو او سياسي څېرو په ګډون ١٩ تنه وژل شوي او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.

د سمنګانو امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخليل اندرابي د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لوېديځ زون د پوليسو قوماندان سيداحمد سامع د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې د کورنيو چارو وزارت د اعاشې آمر، د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ يو جهادي قوماندان او دوه سرګروپان هم شامل دي.

اندرابي وايي، چې په ټپيانو کې د سرپل پخوانى والي سيداقبال منيب او د ولسي جرګې غړى اسحق رهګذر شامل دي.

خو له دې مخکې يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې اقبال منيب او د سمنګانو سناتور محمد اصف په وژل شويو کسانو کې شامل دي.

د سمنګان امنيه قوماندان وويل، چې په ټپيانو کې ٨ ملي پوليس، ٦ د ملي امنيت کارکوونکي هم شامل دي.

د هغه په وينا، چې زوم او ناوې له دې پېښې روغ وتلي دي.

د عيني شاهدانو په وينا، يوه ځانمرګي بريد کوونکي نن (د چنګاښ ٢٤مه) سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په ايبک ښار کې د سمنګاني د لور د واده د مراسمو پر مهال د قصر الماس هوټل په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړه.

که څه هم له دې مخکې ځايي چارواکو په دې پېښه کې د ٢٢ کسانو د مړينې خبر ورکړى و، خو اوس په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون د قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ټول ١٩ تنه وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان دي.

تر دې دمه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د سمنګانو ولايت طالبانو تر اوسه دوى ته د يادې پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((سمنګاني ډېرې شخصي دښمنۍ درلودې او تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې دا پېښه د ځانمرګي بريد له امله وه، که چاودنه وه؛ ځکه اوس به له وخت څخه مخکې وي، چې په دې اړه پرېکنده دريځ خپل شي.))

Related Topics