Language

عبدالقادر قلاتوال نن (د چنګاښ ۲۵مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وژلو هڅه يې تېره ورځ د زابل د والي په کور کې د کلات د ښاروال له لوري شوې ده.

د ده په خبره، تېره ورځ يې له ښاروال سيداحمد ساپي څخه د هغو ځمکو په اړه، چې په غير قانوني ډول وېشل شوي، د اسنادو غوښتنه وکړه، نو د ښاروال او د هغه د ساتونکو له خوا يې د وژنې هڅه وشوه، چې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا يې مخه ونيول شوه.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کار تصادفي نه، بلکې يوه پلان شوې دسيسه وه، چې موخه يې د ده له منځه وړل و.

د يادې پېښې په غبرګون کې نن د کلات ښار لسګونو اوسېدونکو د ولايت د مقام پر وړاندې لاريون هم وکړ او د زابل د والي او د کلات د ښاروال پر وړاندې يې شعارونه ورکول.

بلخوا بيا د زابل دولتي چارواکي د کلاتوال د وژلو هڅه په کلکه ردوي او زياتوي، چې د کلات د ښاروال او قلاتوال تر منځ يواځي لفظي شخړه شوې ده.

د دغه ولايت مرستيال والي محمدجان رسوليار پژواک اژانس ته وويل، چې قلاتوال له ښاروال څخه په کلات ښار کې د يوې اندازې ځمکې د توزېع په اړه د اسنادو غوښتنه وکړه، خو ښاروال په ځواب کې ورته وويل، چې د سيمه ييزو ارګانونو له لارې به ورته دغه اسناد وسپاري ، چې پر دې موضوع باندې د دواړه ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه، چې دوى د خپلو مسووليتونو له مخې، د قلاتوال د پلويانو د لاريون امنيت خوندي کړی و او د دولتي چارواکو په توګه دوى د لاريون د ګډونوالو نظرياتو او غوښتنو ته درناوی لري.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځمکو پر سر لويې او وړې شخړې را پيدا شوې، چې له امله يې په يو شمېر سيمو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.