چاريکار (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): تېره شپه د پروان په کوه ساپي ولسوالۍ کې د دولت پنځه وسلوال مخالفين ووژل شول او د ملي امنيت دوه سرتېري ټپيان شول.
د پروان د ملي امنيت رياست يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دولت وسلوالو مخالفينو تېره شپه د دې ولسوالۍ په خروټي سيمه کې تر پولګوټي لاندې د ماين په خښولو بوخت وو، چې د ملي امنيت ځواکونه سيمې ته ور ورسېدل او لنډه نښته رامنځته شوه.
نوموړي نن له غرمې مخکې پژواک ته وويل، چې امنيتي ځواکونه د پروان مرکز ته د دغو پنځو کسانو د مړو د لېږدولو په حال کې دي.
د سرچينې په وينا، په دې نښته کې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي او د چاريکارو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ بلل شوى دى.
د کوه ساپي ولسوال عبدالواحد ساپى وايي، چې د وسلوالو مخالفينو يو وژل شوى کس د دې ولسوالۍ د انګور درې اوسېدونکى دى او د څلورو نورو کسانو مړي تر اوسه نه دي پېژندل شوي.
خو د طالبانو په وېبپاڼه کې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خولې راغلي، چې دوى په کوه ساپي ولسوالۍ کې له بهرنيو سرتېرو سره نښته کړې، درې سرتېري يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
هغه زياته کړه، چې له پېښې وروسته سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا بمبار وشو، چې له امله يې دوه وسلوال طالبان ووژل شول.
د ساپي په وينا، په دې ولسوالۍ کې بايد د امنيتي ځواکونو شمېر زيات شي؛ ځکه چې د دې ولسوالۍ د ځينو برخو امنيتي وضعيت د خرابېدو په حال کې دى.
هغه وويل، چې د دولت وسلوالو مخالفينو دوه ورځې مخکې د دې ولسوالۍ مرکز ته نږدې د کوه ساپي پر سړک تر شپږو پولګوټو لاندې ماينونه اېښي وو، چې د امنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړاى شول.