Language

د سرروضې روغتون لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

ښرنه ( پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): د پکتيکا ولايت د سرروضې ولسوالۍ دېرش بستريز روغتون لپاره د څه د پاسه ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه شوه.

د پکتيکا ولايت د والی ویاند مخلص افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ نن د دې ولايت د والي محب الله صمیم او ځينو نورو چارواکيو لخوا پرانېستل شوه .

سرچينې زياته کړه ،ددې ودانۍ په جوړېدو سره به د سيمې نږدې لس زره کورنۍ له معياري روغتيايي اسانتياوو برخمنې شي.   

دده د معلوماتو له مخې،دغه ودانۍ د امريکا متحده ايالتونو د ولايتي بيارغونې ډلې په ١٥ ميليونه افغانيو مرسته د يو کال په موده کې د سرروضې په کلي کې ، چې د ولسوالۍ مرکزي سيمه ده ، جوړه شوې ده.  

مخلص افغان وايي ، چې تر دې دمه دې روغتون په يوه غيرمعياري ودانۍ کې، چې لږ خونې او نورې اسانتياوې يې لرلې ، فعاليت درلود .

د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا چارواکيو ويلي ، چې اوس به دغه روغتون د داخله، جراحۍ، لابراتوار، اکسرې، ولادي نسايي او واکسينونو په برخو کې معياري روغتيايي چوپړ وړاندې کړي.

د افغان په وينا، د پکتيکا والي محب الله صميم د يادې ودانۍ د پرانېستې پر مهال وويل ، چې له ولسونو سره يې له نږدې خبرې کړي او د هغوى غوښتنو او لومړيتوبونه ته په پام سره به نورې پروژې هم په دې ولايت کې پلې کړي.