جلال اباد (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١):د ننګرهار يو شمېر سوداګرو يو ځل بيا د وزيرانو شورا د هغې پرېکړې پر ضد د نه خوړو پر اعتصاب لاس پورې کړ، چې په ګمرک کې ايسار د سوداګرو ٣٧٠٠ موټر بايد پرزه شي.
لسګونه سوداګرو نن (د چنګاښ ٢٥مه) د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې د خېمې په وهلو سره د نه خوړلو پر اعتصاب لاس پورې کړى دى.
د اعتصاب کوونکو مشر حاجي ملنګ پژواک اژانس ته وويل، چې له څو مياشتو راهيسې د ننګرهار په ګمرک کې د دوو سوو ملي سوداګرو کابو ٣٧٠٠ موټر د ګمرک په انګړ کې ايسار پاتې دي.
هغه زياته کړه، چې پاکستاني دولت، چې د اپټا تړون ته يې درناوى نه درلود، درې مياشتې د دوى موټر په کراچۍ بندر کې ايسار کړل.
د نوموړي په وينا، د وزيرانو شورا له پرېکړې وړاندې د دوى موټر کراچۍ بندر ته را رسېدلى وو، خو افغان دولت ونه شواى کولى له هغه هېواد سره بريالۍ خبرې اترې ترسره او موټرو ته لار خلاصه کړي.
حاجي ملنګ وويل، چې د روان لمريز کال په پيل کې وزيرانو شورا پرېکړه وکړه، چې دغه موټر دې د عرادو پر ځاى د پرزې په ډول محصول کړاى شي.
د دغه ملي سوداګر په وينا، که دولت ايسار موټر د پرزې په ډول محصول کړي، سوداګرو ته به ٣٠ ميليونه ډالره زيان ور ورسېږي.
حاجي ملنګ وويل، مياشت وړاندې يې سوداګرو د نه خوړو پر اعتصاب لاس پورې کړ، چې د ولسمشر په دې ډاډ يې پاى ته ورساوه، چې د توکيو له کنفرانس وروسته به دغه ستونزه هواروي.
د ده په وينا، ولسمشر لا تر اوسه دوى ته کوم احوال نه دى ورکړى.
حاجي ملنګ وويل، که وزيرانو شورا خپله پرېکړه بېرته وانه خلي دوى به د نه خوړو اعتصاب په پراخو لاريونونو بدل کړي، خپلو موټرو ته به اور ورته کړي او له سوداګرۍ به لاس واخلي.
يو بل اعتصاب کوونکي شېراغا پژواک ته وويل، چې٢٨ عرادې موټر يې په يو سل او٣٠زره امريکايي ډالره له جاپان، کاناډا او امريکا څخه وارد کړي چې ماډلونه يې د ٢٠٠١ څخه ټيټ دي.
هغه زياته کړه، چې د موټرو پېرلو پر مهال يې له نيمې زياتې پيسې پور کړې دي.
دغه اعتصاب کوونکي وويل، که موټر يې د پرزې په ډول محصول شي، په هر موټر کې ٩٠سلنه زيان کوي.
د ختيځو ولايتونو د سوداګرۍ خونې مشر انجنيرمحمد قاسم يوسفي هم د يادو سوداګرو ستونزه پر ځاى بولي او زياتوي چې د دې ستونزې ترڅنګ نا امنيو او په ګمرکاتو کې د بيروکراسۍ له امله سوداګري مخ پر ځوړ روانه ده.
يوسفي وويل، که دولت وارد شوي موټر د عرادو په ډول محصول نه کړي، سوداګري به سخته زيانمنه شي.
په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي لطف الله بابا چې لخ اعتصاب کوونکو څخه يې ليدنه کوله، پژواک ته وويل، د ستونزې حل کول د ولايتي ادارې له وسه وتلې ده.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې دغه موضوع به په پارلمان کې راپورته کوي او د حل قانوني لارې چارې به ورته پيداکوي.
د ننګرهار ولايت د دفتر رييس مسعوداحمد عزيزي پژواک ته وويل، والي ګل اغا شېرزي څو اونۍ وړاندې دغه ستونزه له ولسمشر سره شريکه کړې او هيله لري، چې د حل لار به ورته را وباسي.
عزيزي وويل، دغه ستونزه د ټول هېواد په کچه ده، تر هغه به يې تعقيبوي څو چې ورته د حل لار راووځي.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار د ګمرک رييس هم د سواګرۍ او ماليې پر وزيرانو غږ کړى و، چې د سوداګرو له زيان د مخنيوي په موخه دې په ګمرک کې ايسار موټر محصول، د پلېټ او جواز سير مستحق دې وګرځوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP