Language

په ايران کې څه باندې يو ميليون افغان کډوالو ته پاسپورټونه ورکړل شول

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): په ايران کې د افغان کډوالو د پېژندګلوۍ د تثبيت او ثبت په لومړي پړاو کې له يوه ميليون ډېرو هغو کډوالو ته، چې کورنۍ يې ورسره دي، افغاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په ايران کې د افغان کډوالو د پېژندګلوۍ او ثبت لومړى پړاو د روان کال په لومړيو کې پيل او د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته ورسېد.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو يو ميليون افغان کډوالو ته په ايران کې د افغانستان د سفارت او درېيو قونسلګريو له لارې د هغوى د پېژندګلوۍ تر تثبيت وروسته افغاني پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

موسى زي وويل، يادو افغان کډوالو ته، چې تر اوسه يې په ايران کې د اوسېدو اسناد نه لرل، د ايران د حکومت له خوا په دغه هېواد کې د پاتې کېدو درې مياشتنۍ وېزې هم ورکړل شوې دي.

د ده په وينا، دغه وېزې د نورو نهو مياشتو لپاره د غځولو وړ دي.

موسى زي زياته کړه، چې د افغان کډوالو د پېژندګلوۍ، ثبت او پاسپورټ ورکولو د لړۍ دويم پړاو به د روژې له مياشتې وروسته پيل شي.

د ده د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې په دې پړاو کې ٣٥زره افغان کډوالو ته پاسپورټونه ورکړل شي، خو هغه افغان کډوال چې کورنۍ يې ورسره نشته بايد افغانستان ته راشي او دلته پاسپورټ او د ايران وېزه ترلاسه کړي.

موسى زي وويل، چې د دغه پړاو په بشپړېدو سره به په ايران کې هېڅ داسې افغان کډوال پاتې نه شي چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري.

خو موسى زي وويل، هغه افغانان چې غواړي له يادې پروسې وروسته ايران ته د اوسېدو يا کار لپاره ولاړ شي، نو اړ دي چې له تګ وړاندې په افغانستان کې خپل ټول قانوني اسناد برابر کړي.

 موسى زي وويل، هغه افغان کډوال چې اوس يې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي، کولى شي د يوه قانوني کډوال په توګه له خپلو ټولو حقونو اوامتيازاتو برخمن شي.

هغه زياته کړه: “له دې وروسته افغان کډوال د خپلو اسنادو له مخې کولى شي خپل ماشومان او اولادونه د ايران ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولېږي، د ښوونې او روزنې له حقونو برخمن شي او همداراز صحي بېمه ترلاسه کړي او که چېرې يې حقونه تر پښو لاندې کېږي، کولى شي محاکمو ته مراجعه وکړي… د افغانستان سفارت او قونسلګريو ته مراجعه وکړي، ترڅو يې له حقونو دفاع وشي.”

 په ايران کې شاوخوا ٩٠٠زره نور افغان کډوال هم ژوند کوي، چې د ايران دولت ورته د اوسېدو اسناد ورکړي دي.

موسى زى وايي، چې دغو شاوخوا ٩٠٠زره افغان کډوالو ته د پاسپورټ او وېزې ورکولو اړتيا نشته، خو که وغواړي ترلاسه کولاى يې شي.

 يو شمېر افغانانو په خپل هېواد کې پاسپورټ او د ايران وېزې ترلاسه کړې او بيا دغه هېواد ته تللي دي.

ګڼ شمېر افغانان پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل پر مهال د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول، چې ډېر يې پاکستان او ايران ته ولاړل.

په وروستيو کلونو کې له يادو کډوالو څخه ډېر شمېر يې هېواد ته راستانه شوي او ځيني افغانان د کار لپاره يادو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ٧،٢ ميليونه افغان کډوال ژوند کوي، چې يو ميليون يې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري.