Language

مزارشريف (پژواك، ۲۵ چنګاښ ۹۱): د اتصالاتو مخابراتي شركت د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د چټک انټرنټ سيستم (تري جي) خدمتونه د چنګاښ په ۲۵مه، فعال کړل.

 په بلخ كې د دغه شركت دبازارموندنې ( ماركېټنګ ) برخې مسوول، ذبيح الله نظري پژواك خبري اژانس ته وويل ، چې له كابل او جلال اباد وروسته، مزارشريف درېيم لوى ښار دى ، چې د ياد مخابراتي شركت له خوا په كې د انټرنټ (تري جي) سيستم فعالېږي.

 نوموړي زياته كړه، چې دوى به له شل (ايم بي) څخه تر څلور (جي بي) پورې چټك انټرنټي خدمتونه د ورځني، اوونيز او مياشتني لګښت په بدل كې خلكو ته وړاندې كړي.

 د هغه په وينا، خلك كولى شي د ګرځنده ټېلېفون او (يو ايس بي) له لارې له دغو انټرنټي خدمتونو څخه كار ګټه واخلي.

 ذبيح الله نظري وويل، چې د ټېلېفون انټرنټ به د ورځې ٢٩ افغانۍ، د اونۍ ٩٩ افغانۍ او د مياشتې ٤٩٩ افغانۍ لګښت ولري، چې له شل MB څخه به تر يو MB پورې وي.

 نوموړي زياته كړه، چې د USB انټرنټ به په درې او څلور GB ظرفيت د مياشتې ٨٩٩ افغانۍ بيه ولري.

 د هغه په وينا، له دې وروسته به د مزار  اوسېدونكي په كمه بيه او لږ وخت كې له انټرنټ څخه ښه ګټه واخيستلى شي.

 د نهاد راډيو كاركوونكې او د بلخ ادبي خوځښت غړې ساينا ساپۍ پژواك اژانس ته وويل، چې د (تري جي) له لارې د ښه کيفيت لرونکي انټرنټ په اړه يې اورېدلي و، چې دا يې هم كارونې ته لېواله وه.

 نوموړې زياته كړه، په پام كې لري ، چې د (يو ايس بي) له لارې له دغو انټرنټي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

 د هغې په وينا، مزار  ښار د هېواد په مهمو فرهنګي، مطبوعاتي او اقتصادي ښارونو كې راځي، چې انټرنټ په كې ډېر كارول كېږي.

 په مزار كې د اتصالاتو مخابراتي كمپنۍ د بازارموندنې د برخې كاركوونكي ذبيح الله نظري وويل، له مزارشريف وروسته دغه كمپنۍ په پام كې لري ، چې په هرات ولايت كې هم (تري جي) سيستم فعال كړي.

 د يادونې ده، اتصالات مخابراتي شرکت له ٢٠٠٧ کال راهيسې په افغانستان کې فعاليت پيل کړى، چې د متحده عربي اماراتو د مخابراتي شرکت يوه څانګه ده. دغه شرکت د نړۍ په اوولسو هېوادونو کې فعاليت لري، چې يوسل او اووه شپېته ميليونه وګړي يې له خدمتونو ګټه پورته کوي.