کابل(پژواک٢٦چنګاښ٩١): د ايساف وياند وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د وسلوالو مخالفينو بريدونه ١٠ په سلو کې ډېر شوي دي.
د ايساف وياند جنرال ګونتر کتز نن په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې تېر کال دا مهال هم بريدونه تقريبا په همدغه کچه وو.
هغه وايي چې دا مهال پر وسلوالو مخالفينو د ډېر فشار راوستو په موخه، پراخه هڅې روانې دي.
يوه اونۍ وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت هم ويلي وو چې په هېواد کې د مخالفينو په بريدونو کې تر څلوېښت سلنې ډېروالى راغلى دى.
د کتز په وينا د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان ځواکونو وړتياوې لوړېږي او افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه به په ټاکلي وخت بشپړه شي.
ټاکل شوې ده چې له بهرنيو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه چې شاوخوا يو کال مخکې پيل شوې، د ٢٠١٣ کال په نيمايي کې بشپړه شي .
د کتز په وينا ايساف په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په موخه له افغان امنيتي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
ده وويل له دې امله چې وسلوال مخالفين د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي، ددې لامل شوى دى چې مخالفين منزوي شي.
هغه په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې په غزني ولايت کې د طالبانو پروړاندې د خلکو قيام ته اشاره وکړه.
ده وويل:(( تر کومه چې موږ پوهېږو، ددې هېواد خلک له ترهګرۍ او پر ملکي خلکو د مخالفينو له بريدونو تر پوزې رسېدلي دي. په څرګنده توګه خلک له مخالفينو واټن نيسي ، هغوى ورځ تر بلې منزوي کېږي.))
خو د ايساف د وياند په وينا په همدې حال کې ددوى څېړنې ښيي چې په دې وروستيو کې عادي ژوند ته د وسلوالو مخالفينو تمايل ډېر شوى دى.
ده وويل چې تردې مهاله ٥٠٠٠ ناراضه وسلوال کسان د سولې او مجدد ادغام له پروسې سره يوځاى شوي دي.
ايساف چارواکي ټينګار کوي کوم وسلوال مخالفين چې سولې ته ليواله نه دي، پر هغوى به فشارونه همداسې دوام ولري.
ولسمشر حامد کرزي په څو ورځې وړاندې په جاپان کې د خپل سفر پرمهال ويلي وو چې طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان له حکومت سره خبرو ته چمتو والى ښودلى، خو طالبانو دا خبره رد کړه.