Language

بشري حقونو په شمال کې د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده

مزارشريف (پژواك ٢٦ چنګاښ ٩١): د شمال زون د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په دغه زون كې امنيتي پېښې زياتې شوې دي.

په مزارشريف كې د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون دفتر د چنګاښ په ۲۶مه پژواك خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ليكلي، چې په شمال زون كې د وروستيو پېښو زيات قربانيان عام خلك دي.

سرچينه زياتوي، چې په ياده موده كې د لسګونو چاودونو، برېدونو او غلچکي بريدونو په ترڅ كې څه باندې ۷۰ ملکي خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سرچينه كې راغلي، چې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ كې د جوزجان ولايت په اړوندو سيمو كې د رامنځ ته امنيتي پېښو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي.

همداراز د چنګاښ په ۱۹مه د اندخوى بندر په سيمه كې د شوې چاودنې له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ۲۲ يې عام خلك وو.

سربېره پر دې د بلخ ولسوالۍ د چاربولك او سر پل ولايت مركز ته څېرمو سيمو كې د روغتيايي كلينيكونو مخې ته د شوو چاودنو له امله ۶ تنه وژل شوي او ډېرى نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواك كمېسيون په خبرپاڼه كې د سمنګانو د ايبك ښار پېښې ته هم اشاره شوې، چې لسګونه بې ګناه خلك په كې ووژل شول.

دوه ورځې وړاندې په ايبك ښار كې د واده پر مراسمو د ځانمرګي بريد له امله شاوخوا ٢٠ تنه ووژل شول او ۶۰ نور ټپيان شول.

دغه بريد په هغه هوټل كې وشو، چېرې چې په ولسي جرګه كې د سمنګانو د خلكو د استازي احمدخان سمنګاني د لور واده و، د ده په ګډون په كې يو شمېر لوړپوړي امنيتي چارواكي ووژل شول.

د بشر د حقونو خپلوك كمېسيون په خپله خبرپاڼه كې ورته بريدونه غندلي او په ترڅ كې يې د عامو خلكو په مرګه ژوبله اندېښنه ښكاره كړې ده.

دغه كمېسيون د شمال زون له امنيتي چارواكو څخه د ورته ورانكارو كړنو د مخنيوي جدي غوښتنه كوي او د سيمې د امنيتي حالت د ښه كېدو په موخه سپارښتنه كوي، چې امنيتي مسوولين خپل فعاليت لا پسې چټک كړي.

د شمال زون امنيتي مسوولين د شوو پېښو د پخلي ترڅنګ وايي، دوى په ټوله مانا هڅه كوي، چې د سيمې حالت ښه كړي.

په شمال کې د ۳۰۳ پامير زون وياند لال محمد احمدزي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوى په شمال زون كې د امنيتي پېښو د مخنيوي په موخه خپلې هڅې ګړندۍ كړې دي.

نوموړي د ايبك پېښه دردوونكې وبلله خو زياته يې كړه، چې له همدې پېښې وروسته يې د سمنګانو لپاره د وسلوالو طالبانو والي ملا اميرګل له څلورو وسلوالو مخالفينو سره وژلى دى او ۱۲ وسلوال يې ژوندي نيولي دي.

د هغه په وينا، د همدغه ولايت په دره صوف ولسوالۍ كې د شوو عملياتو په ترڅ كې د وسلوالو طالبانو هغه مركز يې له منځه وړى، چې د ريموټ كنټرول بمونه او د ځانمرګو بريدونو لپاره به په كې واسكټونه جوړېدل.

Related Topics