ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګانو لپاره د طالبانو نومول شوى والي ووژل شو

د سمنګانو لپاره د طالبانو نومول شوى والي ووژل شو

author avatar
16 Jul 2012 - 12:20
د سمنګانو لپاره د طالبانو نومول شوى والي ووژل شو
author avatar
16 Jul 2012 - 12:20

مزارشريف (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو پر مهال د سمنګانو ولايت لپاره د وسلوالو طالبانو له خوا ټاکل شوى والي له يو شمېر نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

د سمنګان امنيه قوماندان عبدالخليل اندرابي د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات له تېرې يوې اونۍ راهيسې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ملي ځواکونو له خوا پر لاره اچول شوي وو.

هغه زياته کړه، دغه عمليات چې اوس پاى ته رسېدلي دي، په ترڅ کې يې سمنګان ولايت ته د وسلوالو طالبانو له خوا ټاکل شوى والي ملا اميرګل له څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.

نوموړي وويل، چې د دغو عملياتو پر مهال په دره صوف ولسوالۍ کې ١٢ وسلوال مخالفين ژوندي هم نيول شوي چې يو شمېر په کې بهرني وسلوال دي.

اندرابي وايي، چې د طالبانو نومول شوى والي ملا اميرګل د دره صوف ولسوالۍ د جمالک په کلي کې يو نظامي مرکز درلود چې د بهرنيو وسلوالو په همکارۍ يې په کې د ريموټ کنټرول ماينونه او په ځانمرګي بريدونو کې کارېدونکي واسکټونه جوړول.

د سمنګان امنيه قوماندان زياتوي، چې په دغو عملياتو کې ياد نظامي مرکز هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوى دى.

وسلوالو طالبانو که څه هم د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د دوى وياند ذبيح الله  مجاهد وايي، چې تېره شپه يې په دره صوف ولسوالۍ کې يو پوليس وژلى دى.

 بلخوا په شمال کې د ٣٠٣ پامير زون د قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي ويلي، چې په درۀ صوف ولسوالۍ کې ياد عمليات وروسته له هغه ترسره شول، چې دوه ورځې مخکې د دغه ولايت په مرکز ايبک ښار کې د واده پر مراسمو ځانمرګى بريد ترسره شو.

په دغه بريد کې چې د ولسي جرګې د يوه وکيل احمدخان سمنګاني د لور د واده په مراسمو کې شوى و، د سمنګاني په ګډون د دغه ولايت د ملي امنيت رييس، د لوېديځ زون د پوليسو قوماندان د احمد سامع او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون شاوخوا ٢٠ تنه ووژل شول او تر ٦٠ زيات ټپيان دي.

ولسمشر حامد کرزي د دې پېښې د څېړلو په موخه يو پلاوى ټاکلى دى.

د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي پرون په ايبک ښار کې د يادې پېښې د جنازې د مراسمو پر مهال وويل، چې د دغه ځانمرګي بريد تر شا بهرنۍ کړۍ لاس لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.