Language

د سولې جايزې لپاره په فيسبوک کې دوو افغان مېرمنو ته پراخ کمپاين وشو

کابل ښار (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): افغانانو د ښځو د حقونو په برخه کې دوو مبارزو مېرمنو ته ، چې د سولې نړيوالې جايزې ته کانديدې وې، د فيسبوک له لارې پراخ کمپاين وکړ.

د فيسبوک ټولنيزې وېب پاڼې له لارې له تېرو څو ورځو راهيسې افغانانو مېرمن قهرمانې کاکړ او فخريه زهرا نادري ته پراخ کمپاين وکړ، چې د دواړو رايې شاوخوا ٢٥ زرو ته ورسېدې.

په دغه کمپاين او رايه ورکولو کې د فخريه زهرا نادري رايې ١٢٧١٠ دي او د قهرمانې کاکړ رايې ١٢٢١٨ دي، چې ويل کېږي يوه به هم نړيوالې جايزې ته ونه رسېږي؛ ځکه چې د يوې سريلانکايي مېرمنې رايې څه د پاسې ٢٤ زرو ته رسېدلي او د هغې امکان ډېر دى.

په فيسبوک پاڼه کې دغه کمپاين کوونکو له خپلو ملګرو د کمېنټونو، پوسټونو (لګولو) پيغامونو او چټ له لارې غوښتل، چې د دوى د خوښې کانديدې ته رايه ورکړي، چې په دې کې يواځې فخريه نادري او قهرمانه کاکړ مخکښې کانديدې وې.

تېره ورځ اصيل ګل پر خپله فيسبوک پاڼه باندې ليکلي وو، چې د سولې جايزې ته کانديده قهرمانه کاکړ ته رايه ورکړئ، نن يې وروستۍ ورځ ده.

نوموړي زياته کړې وه: ((ملګرو راشئ رايه ورکړئ! که تاسې دومره وړوکى کار ونه کړى شئ، نو تاسې هېواد څنګه ژغورئ! عمل وکړئ رامخکى شئ! رايې ورکړئ! د نن لپاره نور کارونه پرېږدى!.))

شېر خان يحيى په نوم د فيسبوک يو فعال ليکلي وو،چې ټول ملګري دې همدا اوس مېرمن  قهرمانې ته رايه ورکړي.

هغه ويلي وو: ((وروڼو ژر شئ، خپلې دوې دقيقې وخت مېرمن کاکړې ته ورکړئ! بسم الله کړئ، وخت لږ دى.))

د محمد داوود حسيني په نوم يوتن پژواک اژانس ته وويل،چې تېره ورځ يې د خپلې خوښې کانديدې فخريه نادري لپاره کار وکړ او په فيسبوک کې يې کمپاين ورته وکړ.

د هغه په وينا، فخريه نادري يې د خوښې کانديده وه او خپله رايه يې هم هغې ته ورکړه او د فيسبوک ټول ملګري يې وهڅول چې رايه ورکړي.

دغه نړيواله جايزه د سولې شبکې له خوا، چې په سوېلي اسيا کې فعاليت کوي ، په پام کې نيول شوې، چې له افغانستان، سريلانکا، نيپال، ختيځ تيمور، فلېپين او اندونېزيا هېوادونو څخه ٥٣ مېرمنې ورته کانديدې دي.

 له افغانستان څخه اته مېرمنې، قهرمانه کاکړ، فخريه نادري، حسينه صافۍ، محفوظه فولاد، ظريفه قاضي زاده، مسعوده جلال، وژمه فروغ او جميله عمر کانديدې دي.

د ټولنيزو چارو کارپوه او د علومو اکاډمۍ غړي سيد اکبرجان پولاد پژواک اژانس ته وويل، چې فيسبوک په نننۍ نړۍ کې د عامه ذهنيتونو د روښانه کولو لپاره او د مثبتو بدلونونو د رامنځ ته کولو لپاره تر ټولو اغېزمنه وسيله ده.

د هغه په وينا، د عربي نړۍ وروستي بدلونونه د فيسبوک اغېز په ډاګه کوي، چې له همدې لارې ځوانانو کمپاينونه وکړل او د يو مثبت بدلون پر لور يې ګامونه واخيستل.

نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې برعکس ځوانان او د فيسبوک کاروونکي دغه ټولنيزه پاڼه يا ناوړه او يا هم په عادي او بابېزه شيانو سره کاروي، چې د ګټې پر ځاى زيانونه لري.

د هغه په وينا، په افغانستان کې فيسبوک ډېر وخت د تعصب او نفاق رامنځ کولو لپاره هم کارول کېږي، چې وروستۍ بېلګه يې د قهرمانې کاکړ او فخريه نادري لپاره د رايې ورکول وو، چې دواړو وبايلله.

پولاد وويل، چې که رايه يوې کانديدې ته کارول شوې واى او د يوې کانديدې لپاره د فيسبوک له لارې کمپاين شوى واى، نو شونې وه چې دغه جايزه به يوې افغان مېرمنې ترلاسه کوله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.