Language

لښکرګاه (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): په هلمند ولايت کې د موټرسايکل بم چاودنې له امله يو تن وژل شوى او لس نور ټپيان دي.

دا پېښه پرون له ماښام وروسته شاوخوا اوه نيمې بجې د دغه ولايت د سنګين ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.

د سنګين ولسوال محمدشريف شريف د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د پوليسو د عامه نظم يو سرتېرى وژل شوى، درې نور پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او پنځه عام وګړي ټپي شوي دي.

د ولسوال په وينا، په ټپيانو کې درې ماشومان چې يوه يې نجلۍ ده، هم شامل دي.

شريف وايي، چې ټپيان روغتون ته وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسلوالو طالبانو د دې چاودنې په اړه څه نه د ويلي، خو د دوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د سنګين ولسوالۍ په دوو چاودنو کې يې کورنيو او بهرنيو سرتېرو  ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics