کابل ( پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې د ننګرهار ولايت د مومندو د قومي شورا له غړيو سره په کتنه کې وویل ، چى افغانستان هغه مهال په خپلو پښو دریدلی شي، چې روزلي ځوانان ولري.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر په دغه کتنه کې ، چې نن غرمه د چنګاښ په ٢٧مه ترسره شوه، د مومندو د قومي شورا پرغړيو ټینګاروکړ،چې له هرڅه وړاندې د خپلو ځوانانو ښوونې او روزنې ته پاملرنه وکړي.
هغه وويل، چى افغانستان هغه مهال په خپلو پښو درېدلی او پرمختګ کولای شي، چې روزلي ځوانان ولري او خلک یې له لاس ته راغلو فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي.
ولسمشر کرزي د افغانستان د راتلونکي په اړه ځینو اندېښنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: ((اوس افغانستان هغه پخوانی هيواد نه دی ، چې ځینو ګاونډیو هيوادونو د دوستۍ په جامه کې وران کړ، نن افغانستان د سیاسي تدبیر او د قوي نړیوال ملاتړ لرونکی هيواد دی، چې د نړۍ له بيلابيلو هيوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ چلند کوي.))
په دې کتنه کې د مومندو د قومي شورا ريیس حاجي جهان زیب خان او د دغې شورا مرستیال محمد نبي عظیمي د مومندو په قوم پورې په اړوندو سیمو کې د پوهنې بهیر بریالی وباله، خو بهرنیو هيوادونو ته يې د تحصیلي بورسونو په برخه کې ، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا دغوسیمو ته کومه ونډه ورکړل شوې ده، هغه یې ناڅیزه وبلله او پر زیاتوالي یې ټینګار وکړ.
دوی همدا راز د ننګرهار ولایت اړوندو په ځینو ولسوالیو کې ، چې د ډیورند کرښې ته څيرمه پرتې دي د امنیتي حالت د ښه والي او په دولتي اداروکې د مومندو د قوم کادرونو ته دکار د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د دغې کتنې په پای کې د مومندو قوم د یو شمير غوښتنو د تحقق لپاره اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.