جلال اباد (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): ايساف ځواکونو په جلال اباد ښار کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندانۍ ته د هاوي په نوم د يوه پوځي مرکز چارې وسپارلې.
د دغه مرکز چارې نن (د چنګاښ ٢٨مه) ايساف ځواکونو د ملي اردو ځواکونو ته د يو لړ مراسمو پر مهال وسپارلې.
د مرکز د تسليمۍ پر مهال امريکايي سرتېرو د متحدو ايالتونو بيرغ راکوز او د افغانستان ملي بيرغ يې پورته کړ.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو مرستيال بريد جنرال يارمحمد سعيدي او مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال ته د ياد پوځي مرکز سمبوليکې واګې وسپارل شوې.
يارمحمد سعيدي د مراسمو پر مهال وويل، چې دغه مرکز د جلال اباد ښار په پخوانۍ قول اردو کې دى، چې ٤٧ د استوګنې بلاکونه، د برېښنا سيسټم، پخلنځى او د سرتېرو لپاره د اوسېدو ټول امکانات لري.
نوموړي زياته کړه، چې ډېر ژر به په دغه مرکز کې د ملي اردو يو جزوتام ځاى پر ځاى کړي.
د هغه په وينا: ((د ملي اردو ځواکونه ٩٠سلنه پر ځان باوري شوي او له خپلې خاورې او خپلواکۍ څخه ننګه او ساتنه کولى شي.))
د ٢٠١ سېلاب قول اردو مرستيال زياته کړه، چې د امنيتي واکونو د لېږد په درېيم پړاو کې به ايساف ځواکونه په ختيځو ولايتونو کې اوه نور پوځي مرکزونه هم ملي اردو ته وسپاري.
د ده په خبره، نړيواله ټولنه دې له ٢٠١٤ کال وړاندې ملي اردو په پرمختللي هوايي ځواک سمبال او توپچي مرسته دې ورسره وکړي.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال د مرکز د تسليمۍ پر مهال ډاډ څرګند کړ، چې افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د هېواد له پولو ساتنه وکړي.
د هغه په وينا، ولايتي اداره يې د لېږد د پروګرام درېيم پړاو ته بشپړ چمتوالى لري.
د يادونې ده، چې يوه مياشت وړاندې ايساف ځواکونو د ګوشتې د سرحدي نظامي مرکز په ګډون د لغمان په اليشنګ او بادپښ ولسواليو کې هم يو شمېر مرکزونه افغان ځواکونو ته وسپارل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP