لښکرګاه (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د انګلستان صدراعظم په يوه ناڅاپي سفر هلمند ته تللى، هلته يې له خپلو سرتېرو او ځايي چارواکيو سره وکتل.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د انګلستان صدراعظم ډيوېډ کميرون نن غرمه مهال دغه ولايت ته له يوه پلاوي سره راغلى و.
سرچينې زياته کړه، چې ډيوېډ کميرون خپلو سرتېرو سره تر ليدنې وروسته له سرپرست والي او امنيه قوماندان سمونوال نبي الهام سره وليدل او د دغه ولايت د امنيت او بيارغونې په برخه کې يې ورسره خبرې وکړې.
د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ليدنه کې دغه راز افغان ځواکونو ته د امنيت د سپارلو د درېيم پړاو، د افغان ملي ځواکونو د تمويل، تجهيز او روزنې په اړه هم خبرې وشوې.
د انګلستان صدراعظم وويل، چې هېواد به يې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
هغه زياته کړه، چې افغان ملي ځواکونه اوس پياوړي شوي او کولى شي چې د خپلو سيمو امنيت په خپله وساتي.
د هلمند امنيه قوماندان او سرپرست والي سمونوال نبي الهام د انګلستان صدراعظم ته د دغه ولايت د امنيت په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې په ډېرو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو خوځښتونه کم شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې خلک اوس له خپلو ملي پوليسو سره زياته همکاري کوي او له نړيوالې ټولنې يې هم وغوښتل چې افغان ملي پوليس ښه تجهيز او روزنه دې ورکړي.
انګلستان په افغانستان کې شاوخوا ٩٥٠٠ سرتېري لري، چې په هلمند ولايت کې مېشت دي او تر اوسه يې په افغانستان کې ٤٢٢ سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP