ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي احصايې ادارې ٩٠ کار کوونکو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شوه

د مرکزي احصايې ادارې ٩٠ کار کوونکو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شوه

author avatar
18 Jul 2012 - 15:01
د مرکزي احصايې ادارې ٩٠ کار کوونکو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره شوه
author avatar
18 Jul 2012 - 15:01

کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): د افغانستان د مرکزي احصايې ادارې ٩٠ کار کوونکو ته د نړيوال بانک په مرسته د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرې شوې.

د احصايې مرکزي ادارې مشر عبدالرحمن غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد ٩٠ تنه، چې ٨ يې ښځينه دي، نن په کابل کې د “تابش” په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې ته ور وپېژندل شول.

هغه وويل، چې له يادو کسانو څخه څلوېښتو يې مخکې، په حسابدارۍ او نورو بېلابېلو برخو تر ١٤ ټولګي زده کړې کړې او نور يې له ١٢ ټولګي فارغ شوي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د ١٤ ټولګي فارغان به د دوو کلونو او د ١٢ به د څلورو کلونو لپاره د تابش د لوړو زده کړو په مرکز کې د اقتصاد او احصايې په برخه کې زده کړې وکړي.

غفوري وويل، چې د دغه پروګرام لګښت نړيوال بانک ورکوي، خو ده د دغه روزنيز پروګرام د لګښت د کچې په اړه معلومات ورنه کړل.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دې ادارې تر اوسه خلپو ٢٧١ کارکوونکو ته له هېواده بهر د ليسانس تر کچې د زده کړو او منځ مهالو روزنيزو پروګرامونو اسانتياوې برابرې کړې دي.

غفوري وايي، چې په مسلکي برخه کې د دې ادارې د کارکوونکو په روزنې سره به د احصايې مرکزي ادارې کاري وړتياوې لوړې او کارونه به يې اغېزمن شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال په افغانستان کې نه يواځې دا چې د نفوس کره شمېر نشته بلکې په يو شمېر نور برخو کې هم اړينې کره شمېرې شتون نه لري او په کار ده چې د احصايې اداره دغه چارې ترسره کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.