Language

ناپېژانده وسلوالو پنځه پوليس تښتولي

جلال اباد (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): ناپېژانده وسلوالو په ننګرهار ولايت کې پنځه پوليس تښتولي دي.

د والي وياند احمدضياء عبدالزي د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازيګر ناوخته د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې پنځه پوليس له امنيه قوماندانۍ څخه په شخصي موټر کې حصارک ته روان وو، چې په لاره کې ناپېژانده وسلوالو ښکته کړي او تښتولي يې دي.

نوموړي وويل، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه د تښتوونکو کوم څرک نه دى لګېدلى.

 د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مرستيال سرڅارمن حضرت محمد زمري پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه.

نوموړي وويل، چې وسلوالو طالبانو د حصارک ولسوالۍ په مربوطاتو د مو‌ټرو د تلاشۍ پر مهال ياد پوليس ښکته او بيا له ځان سره بيولي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دى هم له دې پېښې خبر شوى، خو دا ورته نه ده معلومه چې ياد پوليس چا تښتولي دي.