جلال اباد (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩١): په ننګرهار ولايت کې يوه ډله وسلوال چې له حکومت سره يو ځاى شوي، ادعا کوي، چې پاکستان ورته د مياشتې لس زره کلدارې د معاش په ډول ورکولې.
دغه ډله، چې ١٤ کسان دي نن (د چنګاښ ٢٨مه) په جلال اباد ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ له دولت سره يو ځاى شول.
له دې ډلې يوه طالب انورخان چې د کونړ ولايت د اسمار ولسوالۍ اوسېدنکى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دولت او بهرنيانو پر ضد جنګېده.
هغه زياته کړه، چې د مياشتني معاش ترڅنګ ورته پوځي تجهيزات هم ډېر ورکول کېدل.
نوموړي وويل، چې دى او ملګري يې له خپلو وسلو سره نن د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
په ننګرهار کې د سولې د پروسې مشر ملک نظير پژواک ته وويل، چې ١٤ طالبان د امنيتي او استخباراتي کسانو په هڅو له دولت سره يو ځاى شول، چې خپله ١٣ ميله وسله او يو مخابره يې هم دولت ته وسپارله.
هغه زياته کړه، هر يو ځاى شوي طالب ته د درېيو مياشتو لپاره هره مياشت ٥زره افغانۍ ورکوي او وروسته به ورته د کار زمينه هم برابره شي.
نوموړي وويل، چې تر دې وړاندې هم ٩٢ تنه د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي وو او بيا يې د کار کولو لپاره فوايد عامې رياست ته ور وپېژندل، چې هغو هم دغو کسانو ته د سړکونو د څارنې دندې ورکړې او هر يوه ته يې د مياشتې له ٢٠٠ تر ٢٥٠ ډالرو معاش ورکاوه.
د يو ځاى شوو طالبانو قوماندان عبدالمنان پژواک اژانس ته وويل، چې د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د امارت اسلامي په تحريک پورې يې تړاو درلود.
نوموړي قوماندان وويل، چې تر دې وړاندې يې د کونړ او ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول او د امنيتي ارګانونو په هڅو نن له دولت سره يوځاى شول.
عبدالمنان وويل: ((دولت بايد زما د پرسونل لپاره د استوګنې ارام ځاى برابر کړي.))
نوموړي زياته کړه، هڅه به وکړي د طالبانو نور ګروپونه، چې له ده سره اړيکې لري، هم د سولې پروسې ته را وبولي.
دغه قوماندان وايي، چې ټول جنګي تجهيزات به ورته د پاکستان دولت ورکول، چې د ايساف او افغان ځواکونو پر ضد يې وجنګوي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې يو شمېر وسلوال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP