Language

د بلخ په دوو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس وګومارل شول

مزارشريف (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د لومړي ځل لپاره د بلخ په دوو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس ګومارل شوي دي.

که څه هم دغو پوليسو څه موده مخکې په کار پيل کړى و، خو نن (د چنګاښ ٢٩مه) په مزار شريف کې د ولايت مقام په ودانۍ کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه پوليس په رسمي توګه پر دندو وګومارل شول.

د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو د څانګې مشر عليشاه احمدزي په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، چې د لومړي ځل لپاره د بلخ په دوو ولسواليو، چمتال او چاربولک کې سيمه ييز پوليسو پر دندو وګومارل شول.

هغه زياته کړه، چې د عامو خلکو له مرستې پرته امنيتي ځواکونه امنيت نه شي ټينګولى او له خلکو يې وغوښتل، چې له پوليسو سره دې مرسته وکړي.

احمدزي وويل: ((که چېرې موږ پوه شو چې دغه پوليس خلک ځوروي، نو له قانون سره سم به ورته جزا ورکول کېږي.))

د نوموړي په وينا، سيمه ييز پوليسو د هرې سيمې د خلکو په خوښه د ځايي چارواکو له تاييد وروسته په خپلو سيمو کې پر دندو ګومارل کېږي.

د بلخ والي عطا محمد نور د دغو پوليسو په ګومارل کېدو خوښي څرګنده کړه، خو له خلکو يې وغوښتل چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

نوموړي پر يو شمېر ديني علماوو نيوکه وکړه، چې د هغو پېښو پر وړاندې غږ نه پورته کوي، چې په جوماتونو او عامه ځايونو کې رامنځته کېږي، چې له امله يې عام وګړي وژل کېږي.

عليشاه احمدزي وويل، چې هر سيمه ييز پوليس ته شپږ زره افغانۍ او قوماندان ته يې لس نيم زره افغانۍ معاش ورکول کېږي او د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.

د ګل پاچا په نوم د چمتال ولسوالۍ يوه سيمه ييز پوليس پژواک اژانس ته وويل: ((خوښ يم چې د خپلې سيمې د امنيت لپاره مې ملا تړلې ده.))

هغه وايي، له کومې ورځې څخه چې په خپله سيمه کې يې دنده پيل کړې، د طالبانو شتون او خوځښتونه کم شوي دي.

د چمتال ولسوالۍ د جرکلا يوه قومي مشر حاجي نعمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې خلک له سيمه ييزو پوليسو خوښ دي، خو ټينګار يې وکړ، چې په هره سيمه کې بايد د هماغه سيمې اوسېدونکي پر دندو وګومارل شي.

سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تېر کال نوى پر فعاليت پيل کړى، د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د هېواد په شاوخوا ٦٥ ولسواليو کې لږ تر لږه ٢٠زره سيمه ييز پوليس پر دندو ګومارل شوي دي.

د يادونې ده چې په بغلان، کندوز او ځينو نورو شمالي او لوېديځو ولايتونو کې خلکو له سيمه ييزو پوليسو سخت شکايتونه کړي دي.

Related Topics