Language

د حقاني شبکې يو قوماندان وژل شوى او يو قوماندان نيول شوى دى

کابل ښار (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩١): ايساف وايي، چې په خوست ولايت کې يې د  هوايي بريد په ترڅ کې د حقاني شبکې يو قوماندان وژلى او په تخار کې يې د ازبکستان اسلامي تحريک يو وتلى غړى نيولى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ٣٠ مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه ناوخته يې د خوست په صبريو ولسوالۍ کې د حقاني شبکې د يو قوماندان د نيولو په موخه له افغان ځواکونو سره يو ځاى عمليات پيل کړي وو.

د سرچينې په وينا، د عملياتو پر مهال يې د هوايي بريد په ترڅ کې د حقاني شبکې  يوقوماندان  عبدالولي له يوه ملګري سره وواژه .

خبرپاڼه کاږي، چې عبدالولي د حقاني شبکې د ماين جوړولو او ځاى پر ځاى کولو د يوې ډلې مشري پر غاړه درلوده، چې په سيمه کې يې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې فعاليت کاوه.

د سرچينې په خبره، چې په يادو عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې نن د تخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ازبکستان اسلامي حرکت د رهبرانو له ډلې څخه يې يو تن نيولى دى.

د سرچينې په وينا، نيول شوي کس په سيمه کې يوه وسلواله ډله درلوده، چې په کندوز ولايت کې يې د ټولو بريدونو او چاودنو مسووليت پر غاړه درلود.

خبرپاڼه وايي، چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه چاودېدونکې توکي هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.