مزارشريف (پژواك ٣١ چنګاښ ۹۱): د بلخ د ملي امنيت له خوا په دغه ولايت كې له پاكستانه د رالېږدول شوو چاودېدونكو توكو په نيولو سره د يوې سترې امنيتي پېښې مخنيوى وشو.
د بلخ د ولايت وياند منير فرهاد د چنګاښ په ۳۱مه خبريالانو ته وويل، چې د دغه ولايت د ملي امنيت رياست ۳۴ بورۍ او ۴ كارتنه چاودېدونكي توكي د مزارشريف ښار په اړوند سيمو كې نيولي دي.
نوموړي زياته كړه، چې چاودېدونكي توكي د ښار په دوو بېلابېلو سيمو، لسمه او څلورمه حوزه كې نيول شوي دي.
د هغه په وينا، چاودېدونكي توكي د وريجو په بوريو او د سينګار د سامان په كارتونونو كې ځاى پر ځاى شوي وو.
منير فرهاد وويل، چې د نيول شوو چاودېدونكو توكو په تور يو كس نيول شوى، چې له لومړنيو څېړنو په ډاګه شوې، چې دغه توکي له پاكستانه بلخ ولايت ته د سترې امنيتي پېښې د ترسره كېدو په موخه لېږدول شوي وو.
نوموړي د پژواك خبري اژانس د پوښتنې په ځواب كې وويل، چې لا هم په ډاګه شوې نه ده، چې د مخالفينو هدف به څه و؛ خو زياته يې كړه، څرګنده ده، چې د ورته پېښو پر مهال لومړني هدفونه د لوړوپوړو سيمه ييزو چارواكو له منځه وړل وي.
د هغه په وينا، چې د يادو توکو په نيونه كې د مزارشريف خلكو مرسته د يادونې ده، چې د ملي امنيت له رياست سره يې كړې ده.
د مزارشريف اوسېدونكي هم د يادو چاودېدونكو توکو پر نيولو خوښي څرګندوي او د ملي امنيت له مسوولينو مننه كوي.
د ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونكي ارش بسمل پژواك ته وويل: ((د روژې د مباركې مياشتې په اوږدو كې چې بايد خلك استغفار وكړي؛ پاكستان سربېره پر دې چې اسلامي ملك دى؛ موږ ته بمونه رالېږي.))
نوموړي زياته كړه، چې عام خلك بايد اوس د خپل دوست او دښمن په پېژندنه او د هغو په اړه د معلوماتو په ورکولو کې له خپلو امنيتي مسوولينو سره د خپلو سيمو د امنيت ساتنې لپاره مرسته وكړي.