هرات (پژواک ٣١ چنګاښ ٩١): د هرات د ګذرې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو د مدير په ګډون درې تنه ووژل شول او د ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپي شو.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال سيد اقا ثاقب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ګذره ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو د کان چارواکو هغوى ته خبر ورکړ، چې کان ته وسلوال کسان راغلي او د مرستې غوښتنه يې وکړه.
دى وايي، چې د ګذرې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو مدير سمونوال عبدالقيوم د پولسيو له يوې قطعې سره د کان پر لور روان و، چې تېره شپه يوه بجه د ګذرې په سرجنګل سيمه کې د طالبانو له کمين سره مخ شول او نښته پيل شوه.
ثاقب زياته کړه، چې په دغه کمين کې سمونوال عبدالقيوم او يو بل پوليس وژل شوى او د ګذرې امنيه قوماندان سمونوال عبدالواحد عزيز او يو بل پوليس ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې نښته کې يو وسلوال طالب هم وژل شوى او يو شمېر نور ټپيان دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمد صابر پژواک ته وويل، چې نښتې يو ساعت دوام وکړ او دا چې د نښتې سيمه د استوګنې له سيمې لرې وه، خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.