Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٣١ چنګاښ ٩١): د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ترسره شوي، څلورو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه يولس نيمې بجې ګډو (افغان-ايساف) ځواکونو د سره رود ولسوالۍ د احمدزيو په کلي کې د يوه طالب قوماندان ملا بشير د نيونې په موخه عمليات ترسره کړل، چې په کې يوه اته کلنه نجلۍ وژل شوې او پلار يې له دوو ماشومو زامنو سره ټپيان شوي دي.

سره له دې چې ولايتي اداره دغه عمليات د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا بولي، خو د زيانمنې کورنۍ غړي وايي، چې په دغو عملياتو کې د ايساف ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د افغان ځانګړو ځواکونو مرسته کوله.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه افغان ځانګړو امنيتي ځواکونو د سره رود ولسوالۍ د احمدزيو په بابو کلا سيمه کې د يوه طالب قوماندان، بشير پر ضد عمليات ترسره کړل.

د والي د وياند په وينا، مخکې تر دې چې ځانګړى افغان ځواک بشير نومى طالب قوماندان ونيسي له کوره پر امنيتي ځواکونو ډزې وشوې، چې په متقابلو ډزو کې د بشير د کور يوه کوچنۍ ماشومه پر ډزو وژل شوې، دوه کوچني ماشومان او يو د پاخه عمر سړى حاجي امير په دغو ډزو کې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې د سهار څلور بجې دوى ته ايتلافي ځواکونو دوه ټپي ماشومان او د يوې ماشومې مړى ور وړل.

هغه زياته کړه، نه پوهېږي دغه ماشومان چېرې او څنګه ټپيان شوي، خو وايي، دغه مړى او ټپيان په داسې حال کې ايتلافي ځواکونو ورته سپارلي ، چې د هغو لومړنۍ درملنه او عمليات هم ترسره شوي وو.

د شېرزاد په وينا، دغه ماشومان د بدن په بېلابېلو برخو پر ډزو لګېدلي، چې اوس د دوى په روغتون کې تر روغتيايي څارنې لاندې دي.

د زيانمنې کورنۍ يوه غړي امان الله چې د خښتو په بټۍ کې کار کوي، پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو پر مهال نږدې په هوا کې چورلکې هم ګرځېدې.

هغه زياته کړه: ((غوښتل مې کور ته ولاړ شم، افغان امنيتي سرتېرو ټولې لارې تړلې وې، بېرته د خښتو ميدان ته وګرځېدم.))

نوموړي وويل، چې د شپې دوه بجې د پشلمې په نيت کور ته ولاړ، ګوري چې ماشومان يې مړه او ټپيان پراته دي.

امان الله وايي: ((کور ته په رسېدو هلته څو تنه امريکايي سرتېرو په پښو او لاسونو کې وتړلو او ويې وهلو.))

نوموړي زياته کړه، چې د ده د تره زوى حاجي امير په ټپي حال کې ګډو ځواکونو له ځان سره يووړ، دوه څوارلس کلن او پنځلس کلن ماشومان يې ټپيان کړي، يوه اته کلنه نجلۍ يې وژلې او د دوى له ګاونډ کور څخه يې د ملا محمديونس زوى ملا بشير چې د ده په وينا، له مدرسې راغلى و، هم بيولى دى.

د همدغه کور يو بل شل کلن ځوان احسان الله هم پژواک ته وويل، چې عمليات افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډه ترسره کول.

د يادونې ده چې سره رود د جلال اباد ښار په لوېديځ کې پرته هغه ولسوالۍ ده، چې يوه برخه يې اوس د جلال اباد ښار اړوند شوې او د لېږد بهر هم په کې ترسره شوى دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې دوى هم له دې پېښې خبر شوي او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.