Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرچينې : د زابل د سولې د عالي شورا دوه غړي له طالبانو سره يو ځاى شوي

کلات ( پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩١ ) : د زابل د سولې د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، چې دوه غړي يې د وسلوالو طالبانو د ګواښ له امله له دغې شورا وتلي او له طالبانو سره يو ځای شوي دي

د دغې شورا يوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې طالبانو سره يو ځاى شوي دوه تنه ديني عالمان دي ، چې يو يې مولوي محمديوسف او بل يې ملا زېبا نومېږي .

سرچينې زياته کړه ، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې وسلوالو طالبانو د ۲۵ ديني عالمانو، چې له دولت سره همکار دي ، يو لېست ترتيب کړی او ټولو ته يې ګواښ کړی و، چې بايد له دولت سره خپلې اړيکې پرې کړي او د کلات له ښار څخه  ووځي.

د ولايتي شورا دغه غړي وويل ،چې په دې لېست کې د ملا محمديوسف او ملا زېبا نومونه هم شامل وو.  

سرچينې زياته کړه، چې د دغه ګواښ له امله ملامحمديوسف د شهرصفا ولسوالۍ د دراز سيمې ته او ملا زېبا د کلات اړوند د باکرزو سيمې ته ، چې دواړه سيمې د دولت له واک څخه بهر دي ، په کډه تللي  وو او بيا له دې ځايه دواړه پاکستان د کويټې ښار ته تللي  دي.

د کلات ښار يوه اوسېدونکي  وحيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ګواښ له امله يو شمېر نور ملايان ، چې په کلات ښار کې يې يا په جوماتونو کې امامت درلود او يا هم په ښوونځيو کې ښوونکي وو، خپلې دندې پرې ايښي او له کلات ښار څخه يې کډې بار کړې دي .

د نوموړي په وينا، دغه کسان د طالبانو د يوه قوماندان ملا نجم الدين نجات لخوا  ګواښل شوي وو.  

د کلات ښار يو بل اوسېدونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې مولوي يوسف يې ګاونډى و او دتګ پر مهال يې ورسره خداى پاماني هم کړې ده.

خو د زابل د سولې د ولايتي شورا سرپرست رييس حاجي محمدهاشم ګرانى وايي ،چې دا خبر نه شي تاييدولای .

نوموړي پژواک اژانس ته وويل ، چې يادو دوو کسانو تر اوسه پورې د دندو د پرېښودو په اړه په رسمي ډول دوى ته څه نه دي ويلي او لا يې هم د سولې د شورا په لېست کې  نومونه شته .

ګراني زياته کړه ، چې همدا تېر ماښام يې له ملامحمد يوسف سره ټېلېفوني خبرې کړي او هغه ورته ويلي، چې د يوه کورني مشکل له امله دفتر ته نشي ورتلای ، خو په تېره اونۍ کې يې ورسره په ټولو غونډو کې ګډون درلود.

د زابل د والي وياند شريف ناصري هم داخبره رد کړه، چې ګوندې د سولې دعالي شورا دوه غړي طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه ، چې طالبانو په مشخص ډول عالمان نه دي ګواښلي، خوهغوى تل ښوونکو، ديني عالمانو او نورو دولتي کارکوونکيو ته په عمومي ډول ګواښنې کړې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

د دولت په چوکاټ کې د سولې عالي شورا ددې لپاره جوړه شوې، چې ددولت وسلوال مخالفين سولې ته راوبولي او له دولت سره يې يو ځاى کړي،که چېرې ياد غړي په رښتيا مخالفينو سره يو ځاى شوي وي، نو دا به لومړى ځل وي ، چې د سولې شورا غړي له طالبانو سره يو ځاى کېږي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.