Language

په بلخ کې پر ١٣ کلن هلک د جنسي تېري په تور يوتن ونيول شو

مزارشريف (پژواك ،د زمري لومړۍ نېټه ۹۱): د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت كې يې پر ۱۳ كلن هلك د جنسي تېري په تور يوتن نيولى دى.

 تېره ورځ د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ د پل زوري كلي اوسېدونكي محمد ناصر پژواك خبري اژانس ته وويل،دوو كسانو، چې وسلې هم ورسره وې، د ده پر زوى ۱۳ كلن محمد اسماعيل جنسي تېرى كړى دى.

 نوموړي زياته كړه،زوى يې په داسې حال كې ،چې رمه يې څر ته بيولې وه؛ دوو وسلوالو كسانو يې مخه نيولې او په زور يې پرې جنسي تېرى كړى دى.

 د هغه په وينا، دواړه كسان د سيمې له زورواكو سره تړاو لري؛ خو د چا نوم يې په ډاګه نه كړ.

 ناصر وويل: ((له تېرې ورځې مې د چمتال ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته عريضه كړې، خو څوك يې سمه پوښتنه نه كوي.))

 خو د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول همايون همنوا پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د پېښې په تور يې د سيد علي اغا په نوم يوتن نيولى دى.

 نوموړي زياته كړه، چې د ۱۳ كلن هلك پلار تېره ورځ دوى ته عريضه كړې وه او د سيمې پر دوو اوسېدونكو سيد علي اغا او سيد نوراغا باندې يې دعوه كړې وه.

 د هغه په وينا، دغه دواړه كسان له زورواكو سره كوم تړاو نه لري، دواړه وروڼه او په سيمه كې په بڼوالۍ اخته وي.

 د شمال زون د بشر د حقونو خپلواك كمېسيون هم پېښه غندلې او د سمې څېړنې غوښتنه يې كوي.

 په مزارشريف كې د شمال زون د بشر حقونو د خپلواك كمېسيون مشر سيدا احمد سامع پژواك اژانس ته وويل، چې په سيمه كې د ناپوهۍ له امله ورته پېښې رامنځ ته كېږي.

 نوموړي شوې پېښه وغندله او له امنيتي مسوولينو څخه يې غوښتنه وكړه، چې په سمه توګه يې وڅېړي.