Language

په هلمندكې په تېرو دوو مياشتو كې ۳۷۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

لښكرګاه (پژواك، زمري لومړۍ نېټه، ۹۱): امنيتي چارواكي وايي، چې په تېرو دو مياشتو كې په هلمند كې په بېلابېلو امنيتي پېښو كې ۳۷۹ وسلوالو طالبانو، پوليسو او ملكي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندونې نن (د زمري په لومړۍ نېټه) د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام په همدې اړه په يوه جوړه شوې خبري ناسته كې وكړې.

نوموړي وويل، چې د هوا په ګرمېدو سره د دولت وسلوالو مخالفينو غوښتل، چې خپل غلچكي بريدونه او د ماين چاودنې زياتې كړي، خو پوليسو اوټولو امنيتي ځواكونو يې پر وړاندې چمتوالى درلود.

د هغه په وينا، په تېرو دوو مياشتو كې ۸۵ د ماين چاودنې شوي او په بېلابېلو سيمو كې د دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښتې شوې، چې په ترڅ كې يې د ماين په چاودنو كې ۸۱ ملكي وګړي وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټيان شوي دي.

د امنيه قوماندان په خبره، دغه راز په نښتو او چاودنو كې ۳ پوليس، ۱۵۶ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي، ۶ پوليس او ۲۳ وسلوال مخالفين ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته كړه: ((وسلوالو طالبانو تر خپله وسه هڅه وكړه، چې دولت ته د ماين په چاودنو، ترهګريزو پېښو او غلچكيو بريدونو سره ستونزې جوړې كړي، خو هغوى نه يواځې د دوى په وړاندې ستونزې جوړې نه شوې كړاى، بلكې خپله هم له سختې ماتې سره مخ شول.))

الهام دغه راز وويل، چې په دې موده كې پوليسو له مخالفينو څخه ۳۳۵ كړۍ ماينونه،۴۱ ميله سپكې او درنې وسلې، زرګونه مرمۍ ، ۴۰ مخابرې   او ۱۸ عرادې وسايل هم نيولي دي.

دى وايي، چې په هلمندكې اوس مهال وسلوالو مخالفينو د جنګ توان له لاسه وركړى او يواځې د سړک پر غاړه ماينونه خښوي.

د هلمندامنيه قوماندان زياته كړه، چې په تېرو دوو مياشتو كې پوليسو ۷۷ جنايي پېښې كشف كړي، چې تر دې مهاله يې ۸۸ تنه په تړاو نيول شوي دي.

وسلوالو طالبانو كه څه هم د امنيه قوماندان د اوسنيو خبرو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د هغوى يو وياند قاري يوسف احمدي هره ورځ په هلمندکې افغان او بهرنيو ځواكونو ته د مرګ ژوبلې خبرونه وركړي دي.

د يادونې ده، چې د هلمند امنيه قوماندان د ١٣٩١ كال په لومړيو مياشتو كې هم تر څلورسوه ډېرو كسانو ته د مرګ ژوبلې خبر وركړى و.

Related Topics