Language

هرات کې زرګونه خلک د (قران پوهنې) په غونډه کې برخه اخلي

هرات ښار (پژواک ٢ زمرى ٩١): په هرات کې د “قران پوهنې” تر سرليک لاندې اوونۍ نن درېيمې ورځې ته په غځېدو د خلکو په ډېر ګډون سره په ډېره مينه بدرګه شوه.

دغه پروګرام د جمعيت اصلاح افغانستان ساحوي دفتر (انجمن اخلاق و معرفت) له خوا پر لاره اچول شوى، چې له پلان سره سم به د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ پاى ته ورسېږي.

په غونډه کې، چې هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته يوه نيم ساعت دوام کوي، په ځانګړې موضوع بحث کېږي.

په نننۍ غونډه کې، چې په زرګونو نارينه او ښځينه وو په کې برخه درلوده، په ټولنه کې پر بې ځايه دودونو او په ودونو کې د غير ضروري لګښتونو د اسلام د دين له اصولو سره سم بحث وشو.

د غونډې يوه سمبالوونکي عبدالواجد فروتن او د هرات پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد، نن (د زمري ٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه ديني پروګرام څخه يواځينۍ موخه له قرآني ايتونو فهم او مطلب اخيستل دي.

هغه زياته کړه، چې ورځ تر بلې د ښاريانو ګډون زياتېږی.

د هغه په وينا، په لومړۍ ورځ د دوه زرو مېرمنو ترڅنګ، پنځه زره نارينه راغلي وو، خو په تدريج سره د خلکو په خبرېدو شمېر يې ډېر شوى دى.

فروتن وايي: ((د بېلګې په توګه، همدا نن موږ ونه شو کړاى چې په يوه دروازه کې د خلکو هجوم کنټرل کړو؛ ځکه مو د ښځو لپاره د ورزشي سټيډيوم چې دغه غونډه په کې کېږی، جلا دروازه پرانيسته، نو په دغه ډول سټيډيوم ټول ډک شو، د ښځو او نارينه وو شمېر تر دېرش زرو پورې اټکلېدلى شي، چې د ښځو برخه يې هم تر شپږ زرو زياته ګڼلى شو.))

 سرچينه زياته کړه، د دې غونډې ډېری ګډونوال چې ځوانان دي، ديني مواعظو ډېر تر اغېز لاندې راوستي دي.

د هرات د شرعياتو پوهنځي يو ۲۷ کلن محصل محمد ابراهيم خليل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دوو ورځو راهيسې د هرات لوبغالي ته د سهار له پنځو تر شپږ نيمو بجو راځي، ويناوې يې ډېرې په زړه پورې دي، قصد لري چه تر پايه په پروګرام کې ګډون وکړي.

ده زياته کړه: ((د نن ورځې بحث يې په ودونو کې بې ځايه لګښت او ناوړه دودونه و، هغه څه چې په ټولنه کې يوه ستونزه ده، د قران او احاديثو له نظره علماوو خبرې وکړې، وپوهېدم چې دا نامشروع دودونه دي، هر چا چې اورېدل د ټولنې دغه دودونه يې بد واېسېدل.))

همدارنګه نيلوفر د هرات د مهري هروي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې وويل، دلته له خپلو کورنۍ سره راغلې، چې د روژې په مياشت کې خپل ديني معلومات زيات کړي.

هغې زياته کړه: ((دا چې په روژه کې په زرګونو ښځې او نجونې دې غونډې ته راځي او له عالمانو څخه ديني مسايل زده کوي، د فخر وړ ده او ثواب دى.))

نيلوفر وايي، چې له خپلې کورنۍ سره تفريحي او نورو غونډو ته نه ځي، دا چې اوس دوى ته په دغسې يوې ديني غونډه کې د ګډون لپاره زمينه برابره شوې، ډېر د خوښۍ ځاى دى.

د دې غونډې سمبالوونکى فروتن وايي، چې د دوى دغه انجمن غير سياسي څانګه ده؛ ځکه يې ټولنيزو ستونزو ته د خلکو پام اړولو په موخه د تبليغ لومړيتوب ورکړى دى.

که څه هم په هېواد کې سياسي ستونزې ډېرې دي، خو فروتن وايي، چې دوى يوه مدني او ديني ټولنه ده، له همدې امله پر ديني او ټولنيزو ستونزو بحثونه کوي.

ده زياته کړه، چې ورته پروګرامونه په جلال اباد، کابل، مزارشريف، کندهار او نورو ولايتونو کې هم په لاره اچوي، چې يواځينۍ موخه يې خلک له دين، شريعت او محمدي فقهې خبرول دي.

هېر دې نه وي، چې د جمعيت اصلاح افغانستان مرکزي دفتر په کابل کې موقعيت لري او په بېلابېلو ولايتونو کې څانګې لري.

د دې ترڅنګ چې د هرات په ورزشي لوبغالي کې د سهار له خوا دغه ديني غونډه کېږی، خو په څنګ کې يې د يوه کتابتون کمپ هم پرانيستى دى.

د عبدالغفار په نوم د کتابتون مسوول پژواک ته وويل، چې هر ډول ديني کتابونه ورسره شته او موخه يې د پيسو ګټل نه، بلکې خلکو ته د ديني توکو رسول دي.

 هغه وايي: ((هېڅ ګټه د کتابونو په خرڅولو کې نه کوم، په هغه قېمت يې ورکوم، چې تمام شوي دي، څو په دغه ډول هر مينه وال د خپلې خوښې کتاب لاس ته راوړي.))

 

Related Topics