Language

يونسکو دې روانې اوونۍ ته د ټولنيزو رسنيو په نوم رسميت ورکړي

مزارشريف (پژواك ٢ زمرى ٩١): په مزارشريف كې د ټولنيزو رسنيو په نوم د روانې اونۍ د نومونې په وياړ غونډه كې له يونسكو څخه د دغې اوونۍ د رسمي كېدو غوښتنه وشوه.

ياده غونډه، چې د زمري په ۲مه د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى شبكې) له خوا د ټولنيزو رسنيو د ودې او پرمختګ په موخه جوړه شوې وه، د مزارشريف ښار لسګونو خبريالانو او د ټولنيزو رسنيو مسوولينو په كې ونډه اخيستې وه.

په مزارشريف كې د نى شبكې مسوول نوراغا شريفي، د يادې غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې ياده اوونۍ يې د ټولنيزو رسنيو د ودې او پرمختګ په موخه په دغه نوم ونوموله.

نوموړي زياته كړه، چې دوى له يونسكو څخه غوښتي ، چې په افغانستان كې د ټولنيزو رسنيو د ودې او پرمختګ په موخه روانې نومول شوې اوونۍ ته رسمي نوم وركړي.

د هغه په وينا، له دې سره به په افغانستان كې ټولنيزو رسنۍ نړيوال ارزښت پيدا كړي او لا به پسې وده وكړي.

د يادې غونډې ګډونوال او د ارزو تلويزون رييس نجيب پيكان غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل، چې لا هم په افغانستان كې له ټولنيزو رسنيو څخه په مثبته توګه ګټه نه اخيستل كېږي.

نوموړي د بېلګې په توګه د نړيوالې ټولنيزې رسنۍ (فيسبوك) يادونه وكړه، چې ډېر ځوانان يې د دې پر ځاى چې مثبته ګټه ترې واخلي، د ژوند مهمې شېبې پرې خرابوي.

د هغه په وينا، كه چېرې فيسبوك ته له ورته ټولنيزو رسنيو څخه د ټولنيزو، سياسي او اقتصادي چارو د پرمختګ په موخه د فكري بدلون لپاره كار واخيستل شي، نو ګټې به يې ډېرې وي.

په مزارشريف كې د نى شبكې مسوول وويل، چې د روانې اوونۍ تر پايه به په مزارشريف كې د ټولنيزو رسنيو په نوم دوى هر اړخيز پروګرامونه ولري.

نوموړي زياته كړه، چې په دې ترڅ كې به د ټولنيزو رسنيو په اړه ښوونيز وركشاپونه هم جوړ كړي، څو د ښار ځوانان ترې ګټه واخلي.

د غونډې په پاى كى د مزارشريف څو ځوانان، چې په ټولنيزو رسنيو كې يې ښه فعاليت درلود، د نى شبكې له خوا په ستاينليكونو ونازول شول.

د يادونې ده ، چې د ټولنيزو رسنيو اوونۍ پرون په کابل کې پيل شوې ده.

Related Topics