Language

په کابل کې د ګوزڼ د مخنيوي په موخه غونډه جوړيږي

کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩١): د افغانستان، پاکستان او د روغتيا نړيوال سازمان د استازو په ګډون د يادو هېوادونو په سرحدي سيمو کې د ګوزڼ د مخنيوي په موخه، په کابل کې دوه ورځنۍ غونډه جوړيږي.

د افغانستان د عامې روغتيا د وزارت وياند حفيظ الله فياض نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه غونډه به د زمري په درېيمه او څلورمه جوړه شي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د ګوزڼ ناروغي د نړۍ په ټولو هېوادونو کې له منځه تللې، خو افغانستان، پاکستان او نايجريا هغه هېوادونه دي چې لا هم د ګوزن پېښې په کې ليدل کېږي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه په هېواد کې د ګوزن ١٣پېښې ثبت شوې، چې ډېرې يې د هېواد په سوېل کې له پاکستان سره پر پوله پرتو ولايتونو (هلمند، کندهار او فراه) کې دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د ګوزڼ ډېرې پېښې په هغو سيمو کې دي چې هلته د عامې روغتيا وزارت د نا امنيو له امله نه شي کولاى د دې ناروغۍ ضد واکسين پلى کړي.

د فياض د معلوماتو له مخې، د افغانستان تر ٩٠سلنې ډېرې سيمې د ګوزڼ ضد واکسين تر پوښښ لاندې راغلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ٢٠١١ زېږديز کال کې په افغانستان کې تر ٨٠ ډېرې د ګوزڼ پېښې ثبت شوې وې او هغه هم تر ډېره په سوېلي ولايتونو کې وې.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د روغتيا د نړيوال سازمان په مرسته، د راتلونکي کال تر پايه په افغانستان کې د ګوزن ناروغي له منځه ولاړه شي.

ډاکتران وايي، چې ګوزڼ يو فوق العاده حاده ويروسي ساري ناروغي ده چې له يوه کس څخه بل ته خورېږي او ډېرى له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان پرې اخته کېږي.

د ګوزن ويروس پر عصبي سيسټم ډېر ژر اغېز کوي او له امله يې يو ماشوم د تل لپاره معيوب کېږي او يا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ډاکتران زياتوي، هغه ماشومان په دې ناروغۍ اخته کېږي چې روغتيا ته يې سمه پاملرنه نه کېږي او د رفع حاجت لپاره له تشنابونو سمه ګټه نه شي پورته کولى.

د دوى په وينا، دغه راز دا ناروغي د ککړو اوبو او خوړو له لارې هم له يوه ماشوم څخه بل ته لېږدي او د مچانو په وسيله هم کېداى شي دغه ويروس يو بل ته ولېږدول شي.

Related Topics