Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک، ٣ زمرى ٩١) : نورستاني چارواکي وايي چې په ٢٤ ساعتونو کې د دويم ځل لپاره د بې پيلوټه الوتکې بريد درې طالب سرګروپان وژلي دي.

د نورستان والي تميم نورستاني د چنګاښ په ٣مه، پژواک  خبري اژانس ته وويل چې د بې پيلوټه الوتکې توغنديز بريد نن غرمه يوولس بجې شوى، چې د وانت وايګل ولسوالۍ په امسوزو کلي کې يې درې طالب سرګروپان وژلي دي.

هغه زياته کړه چې وژل شوي طالب قوماندانان د خنجر، ګل محمد او منصور په نومونو يادېدل، چې د دغې کلي د غره تر يوه ګړنګ لاندې بې پيلوټه الوتکې په نښه کړي وو.

د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني پژواک اژانس ته وويل، چې د وسلوالو مخالفينو دغو درېيو قوماندانانو په وانت وايګل او واما ولسواليو کې وسلوالې ډلې درلودې.

هغه زياته کړه، چې د خنجر ابوتراب په نوم وژل شوي قوماندان له نورستان پرته د کونړ په پېچ درې او ګل سلک سيمو کې هم وسلوال جنګيالي درلودل.

امنيه قوماندان وويل، چې دغه ډول بريدونه د وسلوالو مخالفينو مشران ډېر په اسانه له منځه وړي او د ملکي تلفاتو مخه نيسي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم، د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې د نورستان په همدغې ولسوالۍ کې څلور طالب قوماندانان له دوو ملکي وګړو سره په يوه بريد کې وژل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.