کلات (پژواک ٣ زمرى ٩١): د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو د بريدونو د مخنيوي په موخه يې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بنديز لګولي دى.
د زابل ولايت د والي وياند شريف الله ناصري د زمري په ۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بنديز له نن سهار څخه په دغه ولايت کي د پوليسو له لوري عملي کېږي.
د هغه په وينا، تېره ورځ د دغه ولايت نظامي شورا په غوڅ اکثريت سره پرېکړه وکړه، چې د وسلوالو طالبانو د تګ راتګ، اکمالاتو او غلچکي بريدونو د مخنيوي لپاره د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بنديز ولګوي او دغه پرېکړه به تر هغه وخته پر خپل ځاى وي، څو حالات سم شي.
نوموړي زياته کړه، چې د زابل په مرکز کلات، شاه جوى، شهرصفا، مېزانه او ارغنداب ولسواليو کې پر موټرسايکلونو بنديز لګول شوى او په پاتې نورو ولسواليو کې خلک کولاى شي ورڅخه ګټه واخلي.
د ناصري په خبره، که چا د دولت له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو قانوني چلند به ورسره وشي، خو په دې اړه يې بشپړ جزئيات ورنه کړل.
بلخوا د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې موټرسايکلونه يې د تګ راتګ عمده وسيله ده او په بندېدو سره به يې عام ولس له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
د کلات ښار د بارکزو کلي اوسېدونکي عبدالوارث پژواک اژانس ته وويل، هرڅوک موټر نه لري چې ورباندې خپلې ستونزې هوارې کړي.
هغه وويل: ((په کليو کې ۹۰ سلنه خلک د موټرسايکلونو په واسطه تګ راتګ کوي او دغه بنديز به خلکو ته زياتي ستونزې جوړې کړي.))
د کلات ښار يو بل اوسېدونکى نعمت الله هم وايي، چې په دې ګرمۍ کې پر موټرسايکلونو بنديز به خلک له زياتو ستونزو سره مخ کړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې عام ولس تل د دولت او مخالفينو د جنجالونو قرباني شوي او دوى له دواړو غوښتنه کوي، چې د ملت له ځورولو دې لاس واخلي.
هغه زياته کړه: ((که نور نه وي، نو دولت دې يواځې د روژې د مبارکي مياشتي تر ختمه پورې موټرسايکلونو ته اجازه ورکړي؛ ځکه په دې روژه کې لرې کليو ته تګ، د ناروغ وړل او نور کارونه ډېر سخت دي، له روژې وروسته چې هر څه کوي خپله خوښه يې.))
د زابل د والي وياند شريف الله ناصري هم ومنله، چې د موټرسايکلونو په بندېدو سره به عام خلک له يو شمېر ستونزو سره مخ شي، خو وايي چې د دولت د دغه اقدام پړه د طالبانو پر غاړه ده.
هغه وويل، چې که طالبانو په خپلو بريدونو کې له موټرسايکلونو ګټه نه اخيستلى، نو حکومت به دې ته نه اړ کېده چې ورباندې بنديز ولګوي.
شاوخوا دوې مياشتې وړاندې هم دولت په کلات ښار کې پر موټرسايکلونو بنديز لګولى و، خو د ولسي جرګې د غړو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې يې څو ورځې وروسته بېرته خپله پرېکړه واخيسته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP