مزار(پژواك، ۵ زمرى۹۱): د امريكا متحده ايالات له جوزجان څخه بلخ ته د ګاز د نلليكې د لېږد او په مزار كې د ښيښو د توليد فابرېكې د جوړولو په برخو کې تر ٣٠ ميليون ډالره پانګونه كوي.
د بلخ د والي له دفتر څخه پژواك خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې نن په همدې موخه د امريكا متحده ايالتونو د دفاع وزارت د خصوصي سوداګرۍ او د پانګونې د كاري ګروپ عمومي مشر جيمز باليون د بلخ له والي عطامحمد نور سره خبرې وکړې.
جيمز ويلي ، چې د جوزجان له مرکز شبرغان څخه مزار ښار ته د ګاز لېږد مهمه او ګټوره پروژه ده او دى خوښ دى، چې امريكا په دغه ولايت كې د داسې سترې پروژې د پيلېدو خبر وركوي.
په خبرپاڼه کې د دې پروژو په اړه د نورو جزيياتو له ورکولو پرته راغلي ، چې پر ياده نلليکه
او د ښيښې جوړونې پر فابريكه به د متحده ايالتونو لخوا له ٢٥ ميليونو تر ٣٠ ميليونو امريکايي ډالرو پانګونه وشي.
د جيمزپه وينا ،هڅه كوي چې خصوصي شركتونه پانګونې ته وهڅوي او د نلليكې او ښيښې جوړونې د فابريكې په جوړولو سره ددې ولايت له اوسېدونكو سره د فقر په له منځه وړلو كې مرسته وكړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ،چې د بلخ والي عطامحمد نور، له جيمز باليون څخه په دې برخه کې د پانګونې له امله مننه وکړه او د يادو پروژو پلي کولو ته يې بشپړ چمتوالى وښود.
د نور په وينا، په بلخ كې نسبي امنيت شته او له همدې چانس څخه پر ګټې اخيستو به دغه پروژې ښې پيل او پاى ته ورسېږي.
په دغه ولايت كې د ښيښې جوړونې فابريكه په لومړي ځل جوړېږي ، خو له شبرغان څخه مزارشريف ته د ګاز نلليكه مخکې غځېدلې وه.
دغه نلليکه له ١٣٧١ کال وروسته د خپلمنځي جګړو په اوږدو كې زيانمنه او له كاره ولوېده.