Language

د يوه امنيتي شرکت څلور ساتونکي ووژل شول

هرات ښار (پژواک، ٥ زمرى ، ٩١): د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې د يوه خصوصي امنيتي شرکت څلور ساتونکي ووژل شول.

د لوېديځې حوزې د پوليسو وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، چې وسلوالو طالبانو تېر مازيګر د آريا د خصوصي امنيتي شرکت پر کاروان ، چې له هرات څخه د بادغيس ولايت په لاره و، د کرخ ولسوالۍ د جرابدار په سيمه کې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د دغه شرکت څلور ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د احمدي په وينا، وروسته له هغه چې امنيتي ځواکونه د کاروان سيمې ته ورسېدل، نښته رامنځته شوه او طالبانو د مرګ ژوبلې په اوښتو سره له سيمې وتښتېدل، خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې معلومه نه ده .

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې د دولت د وسلوالو مخالفينو يوه پنځه کسيزه ډله دوه اونۍ مخکې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په کرخ ولسوالۍ کې ونيول شوه.

له دې ډلې څخه دوه راکټونه، درې کلاشينکوفونه او ١٠ کيلو چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي وو. 

Related Topics