مزارشريف (پژواک ٥ زمرى ٩١): د بلخ امنيه قوماندانۍ وايي چې نن مازيګر د دې ولايت د بلخ ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څېرمه چاودنه کې يو پوليس ووژل شو او درې نور ټپيان دي.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق د زمري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د خواجه پارسا جومات د اودسونو په ځاى کې وشوه.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي صفدرخان پژواک ته وويل، چې چاودنه د امنيه قوماندانۍ مخې ته هغه مهال وشوه، کله چې د ٣٠٣ پامير زون پوليس د بلخ ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته ننوتل.
د ده په وينا، چاودنه شاوخوا څلور بجې رامنځ ته شوه او تراوسه (٤:٣٠ بجې) د امنيه قوماندانۍ مخې ته سړک د ترافيکو پرمخ تړل شوى دى.
دى وايي، چې د دې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو د ٣٠٣ پامير زون قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې يواځې ٤ ملکيان ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د دې چاودنې مسووليت تردې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.