Language

کاريګر: په روژه کې مو مزدوري کمه شوې

مزارشريف (پژواك ٥ زمرى ٩١): ((په روژه كې كارونه كمېږي او ورسره د كور لګښتونه زياتېږي، چې له موږ څخه يې لاره وركه كړې.))

دا د مزارشريف ښار د يوه کاريګر څرګندونې دي، چې د روژې مباركې مياشتې په را رسېدو خوښي څرګندوي؛ خو ګيله كوي، چې په را رسېدو يې د دوى مزدوري كمه شوې ده.

۴۷ كلن فدا محمد چې د مزارشريف ښار د روضې شمال لور ته د مخابراتو رياست شاته د مزدورانو په تم ځاى (فلکه) كې دېوال ته ډډه وهلې، د زمري په ۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د روژې په اوږدو كې د خپلو ورځنيو اړتياوو د پوره كېدو په موخه ورته پيسې ګټل خورا ستونزمن وي.

 مزارشريف د هېواد له مهمو ښارونو څخه ګڼل كېږي، چې د خپلو شاوخوا ولايتونو ترڅنګ په كې ورځنۍ مزدوري ښه پيدا كېږي، خو د دغه ښار مزدوران وايي، چې د روژې په مياشت كې د كار د نه پيدا كېدو له امله له خورا ستونزو سره مخ وي.

 فدا محمد، چې مخې ته يې په زېړو پرې شوو بوشكو كې بېلچه، كولنګ او د كار نور سامانونه اېښي وو، په خورا عاجزۍ يې زياته كړه: ((نن د روژې شپږمه ده، په تېرو شپږو ورځو كې دوه ځلې كار ته تللى يم، دا نن ګوره هم راباندې غرمه شوه، خو كار مې نه دى پيدا كړى.))

 نوموړي زياته كړه، چې د روژې په مياشت كې ډېرى خلك كارونه بندوي، چې ورسره د دوى كارونه هم خرابېږي.

 فدا، چې زړې جامې يې پر ځان وې او سپين برګ دسمالګى يې له سره پېچلى و، وويل، چې دوى تل د وړو وړو كارونو د ترسره كولو لپاره وړل كېږي، چې د روژې په مياشت كې خلك ورته كارونه ځنډوي.

 نوموړي له روژې مخكې هم له خپلې ورځنۍ مزدورۍ څخه خوښ نه و؛ خو د روژې په پرتله ترې راضي و.

 د هغه په وينا، كه څه هم له روژې مخكې هم مزدوري ډېره نه وه، خو په اوونۍ كې به يې څلور ورځې ضرور كار پيدا كاوه.

 فدا وويل، چې د روژې له را رسېدو سره يې په تېرو شپږو ورځو كې يوه ورځ كار پيدا كړى ړى.

 په مزارشريف كې د مخابراتو رياست د دېوال سيوري ته هر ورځ د فدامحمد په څېر سلګونه كسان، چې شمېر يې نږدې ۴۰۰ ته رسېږي، د ورځنۍ مزدوري په موخه راغونډېږي.

 دغه كسان هر ورځ له كوره په دې تمه را وځي، چې ګوندې كار پيدا كړي او يوه مړۍ ډوډۍ خپل كورنۍ ته وګټي.

 صفى الله چې له تېرو لسو كلونو په مزارشريف ښار كې د ورځنۍ مزدورۍ له لارې پيسې ګټي، هم د روژې له را رسېدو د كار له نه شتونه سر ټکوي.

 خو نوموړى په دې برخه كې له دولته ګيله من دى، چې د تېرو لسو كلونو په تېرېدو لا هم د بې روزګارۍ په له منځه وړو كې پاتې راغلى دى.

 د هغه په وينا، دوى ته وخت ناوخت د شخصي پروژو له لارې كارونه پيدا كېږي، چې په دولت پورې كومه اړه نه لري.

 صفي الله وويل، چې دولت تر دې دمه داسې كومه چاره نه ده پيل كړې، چې له لارې د بې روزګارۍ مرض ورو ورو په وركېدو شي.

 د بلخ سيمه اييز چارواكي هم په دغه ولايت كې د بې روزګارانو د شمېر په ډېرېدو اندېښنه څرګندوي.

 د دغه ولايت د كار، ټولنيزو چارو او د بشري قواوو د تنظيم مدير غوث الدين پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت كې په ټوليز ډول ۸۰سلنه خلك د بې روزګارۍ له ستونزې سره مخ دي.

 نوموړي زياته كړه، چې كاريګر ګرم نه دى، چې د روژې په مياشت كې د كار د نه پيدا كېدو له امله سر ټکوي، د هغه په وينا، په مزارشريف ښار كې له روژې مخكې هم كار په هغه اندازه نه دى، چې د كاريګرو قناعت دې حاصل كړاى شي.

 نوموړي زياته كړه، كه څه هم د بېكارۍ زياته سلنه به بې سواده كسانو كې ده؛ خو زيات شمېر لوستي خلك هم د روزګار د نه پيدا كېدو له امله له ستونزو سره مخ دي.

 د هغه په وينا، چې په يوه سيمه كې د كار زمينه برابرول د پرمختګ له ټولو اړخونو سره نېغې اړيكې لري؛ خو په بلخ ولايت كې دغه اسانتيا نه ده برابره شوې.

 غوث الدين وويل، چې كه چېرې دولت د كار موندنې په برخه كې جدي هڅې ونه كړي نو زيات شمېر بشري قوه به د ژوند د تېرولو په موخه وطن پرېښودو ته اړه شي.

 

Related Topics