اسعد اباد ( پژواک ٦ زمرى ٩١ ) : د کونړ والي وايي ، چې تېره شپه د ولايت پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ د يوه بريد مخه نيول شوې ده.
والي سيدفضل الله وحيدي د زمري په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ولايت مقام ودانۍ مخې ته د ملي دفاع وزارت د ملي پوځ د تاسيساتو د مرکز يو شمېر ساتونکو غوښتل ، چې د ولايت پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ بريد وکړي.
هغه زياته کړه ، چې امنيتي ځواکونو د مخکنيو استخباراتي معلوماتو له مخې، د دې بريد مخه نيولې او د ملي اردو درې سرتېري له يو شمېر درنو او سپکو سلو او چاوېدونکيو توکيو سره يو ځاى نيولي دي.
د کونړ والي وايي ، چې نيول شوي سرتېري په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ملي اردو مرکز ته لېږدول شوي او ترې پوښـتنې روانې دي.
په ختيځ کې د ملي پوځ د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې پلې لوا وياندجګړن شيرين اغا د کونړ د والي ادعا رد کړه ،چې ګوندې د ملي اردو سرتېرو پر ولايت د بريد پلان درلود.
خو هغه پژواک اژانس ته ددرېيو سرتېرو نيونه تاييد کړه او ويې ويل ، چې له دوى څخه پوښتنې پيل شوې دي.